پاکستان وايي، له افغانستانه تر وتو وروسته امريکا ته اډې نه ورکوي
۲۲ ثور ۱۴۰۰ 377 0 نظر سرخط ورځپاڼه

پاکستان وايي، له افغانستانه تر وتو وروسته امريکا ته اډې نه ورکوي

 

وروسته له هغه چې ځينې داسې راپورنه خپاره شول چې ګواکې وروسته له هغه چې امريکا له افغانستانه ځان ور ټول کړي، پاکستان اډې ورکوي، نن د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير وويل، داسې کوم پلان نه لري.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په يوه خبري ناسته کې وويل، پاکستان د افغانستان او امريکا حکومتونو ته په يوه سترګه ګوري او طالبانو ته يې هم په وار وار ويلي دي چې د سولې خبرو ته دې کښېني.

د ده په خبره، د افغانستان خير غواړي او تمه لري چې افغانستان به ارام شي.

ده وړاندې وويل، په سعودي عربستان کې د عمران خان خورا تود هرکلی شوی او سعودي ورسره په ځينو مهمو راتلونکيو پلانونو خبرې کړې دي.

دی وايي، په دغه سفر کې د کشمير کيسه هم مطرح شوي او سعودي چارواکي به څه وخت وروسته پاکستان ته ورځي چې لږ نور هم سره پوه شي.

خلک؛ د جګړو د پراخېدو لوی لامل د امنيتي ادارو ناکاره مشران دي

Jun 06, 2021 29

طالب اورپکو د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د پنځو ولسواليو د لاندې کولو ادعا کړې ده.

د محسن داوړ نوې ډله به بريالۍ شي، که ابته؟

Jun 03, 2021 29

د پښتون ژغورنې غورځنګ سرلاري او د پاکستان د ملي شورا غړي محسن خان داوړ د يوې نوې سياسې ډلې د جوړېدو اعلان وکړ، خو د دغې ډلې نوم او منشور يې لا نه دی خپور کړی.

په بلوچستان کې چاودنو او بريدونو اتلس پاکستاني پوځيان وژلي او ژوبل کړي

Jun 01, 2021 29

د بلوچستان په دوو سيمو کې د پاکستان پر پوځ او سرحدي پوليسو دوه چاودنې او بريدونه شوي دي چې له امله يې اته تنه پاکستاني عسکر وژل شوي او تر لسو ډېر ژوبل دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې