بايډن ټول سرتېري د سپمټبر تر يوولسمې له افغانستانه باسي
۲۵ حمل ۱۴۰۰ 169 0 نظر سرخط ورځپاڼه

بايډن ټول سرتېري د سپمټبر تر يوولسمې له افغانستانه باسي

 

واشنګټن پوسټ د لوړپوړيو امريکايي چارواکيو له خولې ويلي دي چې د متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن پرېکړه کړې ده چې د سپټمبر تر يوولسمې پورې به ټول امريکايي سرتېري له افغانستان څخه وباسي.

سرچينه وايي، بايډن به سبا دغه اعلان وکړي او له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو نېټه به پر پينټاګان د القاعده د بريد شلمه کاليزه وښيي.

ټاکل شوې وه چې امريکايي سرتېري به د مې تر اخيره پورې افغانستان خوشې کوي، خو دغه نېټه وځنډول شوه.

دا لومړی ځل دی چې له افغانستانه د امريکايي سرتېرو ايستو ته، غوڅه نېټه ټاکل کېږي.

پاکستان وايي، له افغانستانه تر وتو وروسته امريکا ته اډې نه ورکوي

May 11, 2021 29

وروسته له هغه چې ځينې داسې راپورنه خپاره شول چې ګواکې وروسته له هغه چې امريکا له افغانستانه ځان ور ټول کړي، پاکستان اډې ورکوي، نن د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير وويل، داسې کوم [...]

آيا اسلام حکم کوي چې له ښځو سره دې شرعي محرم ملتيا وکړي؟

May 10, 2021 29

طالبان د خپلو فعاليتونو له پيل سره تر نن پورې د ښځو پر وړاندې وچ او د نه انعطاف وړ دريځ لري. له همدې امله نه يوازې دا چې د ښځو له‌پاره هيڅ کوم رول ته قائل ‌دي بلکې د هغوي پر [...]

پاپ فرانسيس د برچي شهيدانو ته دعا کړې

May 09, 2021 29

د کاتوليکو عيسويانو مشر پاپ فرانسيس د کابل په برچي دښته کې د تېرې ورځې د خونړۍ چاودنې قربانيانو ته له خدايه جنت او عاجله شفا غوښتې ده.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې