اسراييلو د ايران پر اټومي بټيو بريدونه کړي
۲۳ حمل ۱۴۰۰ 456 0 نظر سرخط ورځپاڼه

اسراييلو د ايران پر اټومي بټيو بريدونه کړي

 

د اسراييلو يوه راډيو د دغه هېواد د استخباراتو له خولې وايي، د اسراييلو موساد د ايران پر اټومي بټيو بريد کړی او دروند زيان يې ور اړولی دی.

د کان په نامه د اسراييلو دغه دولتي راډيو وايي، په نطنز کې د ايران پر اټومي بټيو د اسراييلو د دغه بريد تر شا د موساد لاس و.

د ايران د اټومي انرژي د ادارې وياند بهروز کمال افندي وايي، دا ناوړه پېښه وه، خو دا يې نه دي ويلي چې چا کړې وه.

تر دې وړاندې ده دغه پېښه اورلګېدنې ته ورڅه بللي و، خو نن يې صفا وويل چې دا د اټومي ترهګري يوه پېښه وه.

هلته بيا نيويارک ټايمر د ځينو استخباراتي چارواکيو د ورکول شويو مالوماتو په اساس ويلي دي چې په دغو بريدونو کې ايران ته دومره زيان اوښتی چې په نهه مياشتې کې هم ځان نه شي سره راټولولای او بيا د يورانيمو غني کول نه شي کولای.

د ايران پر دغو بټيو تر دې وړاندې هم ورته بريدونه شوي.

په دوه زره لسم کې اسراييلو او امريکا په ګډه د دغو بټيو کمپيوټرونه د وايرسو په زور له منځه وړي وو او په دې سربېره، د تېر کال په جولای کې يې هم د بټيو په حساس ځای کې، يوه مرموزه چاودنه شوې وه.

هند تر کرونا وروسته توپان هم وواهه؛ ۲۴مړه۱۰۰ورک دي

May 18, 2021 29

سره له دې چې له يوې خوا پر هند د کرونا درېيمه څپه خورا خونړۍ روانه ده، له بلې خوا د دغه هېواد ځينې برخې يوه زورور توپان وهلې چې تر اوسه يې څلرويشت تنه وژلي او تر سلو زيات يې ژوندي [...]

د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ په نښتو کې ۳۵ فلسطينيان وژل شوي

May 12, 2021 29

د اسراييلو او حماس تر منځ د نښتو له اوږدېدو سره له دواړو غاړو پر يو بل بريدونه هم زيات شوي دي چې له امله يې په تازه بريدونو کې پنځه دېرش فلسطينيان او پنځه اسراييلي پوځيان وژل [...]

په بلوچستان او کشمير کې۳پاکستاني پوځيان او۳پاکستاني ترهګر وژل شوي

May 11, 2021 29

د هندوستان د سري‌نګر پوليس وايي، د اننت ناګ په وايلو ککر سيمه کې يې پاکستان روزلي ترهګر راايسار کړي او تر لنډې نښتې وروسته يې درې پاکستاني ترهګر وژلي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې