د کرينه کپور بيا زوی زېږېدلی
۳ حوت ۱۳۹۹ 565 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د کرينه کپور بيا زوی زېږېدلی

 

د هندي سېنما د ښايستوکې فلمي ستورې کرينه کپور بل زوی زېږېدلی، خو تر اوسه يې نوم نه دی ورباندې ايښی.

هندۍ رسنۍ وايي، کرينه کپور يې نن سهار په پاو کم پنځه بجې د ممبيي برج کينډي روغتون ته يووړه او په اته نيمې بجې يې زوی وزېږېده.

کرينه کپور او د هغې مېړه سيف علي خان تر دې وړاندې هم يو زوی زېږولی و چې تېمور نوم يې ورباندې ايښی او په هند کې دومره مشهور شوی و چې حتا پر انټرنيټ تر خپل مور او پلار هم زيات سرچ شوی و.

تېمور دا مهال د څلورو کالو دی.

يوې ۲۵ کلنې ښځې، په يوه وار ۹ ماشومان زېږولي

May 05, 2021 29

د ناداره هېواد مالي يوې پنځه ويشت کلنې ښځې په يوه وار نهه ماشومان زېږولي او ټول يې روغ رمټ نړۍ ته راغلي دي.

که چا د لېډي ‌ګاګا سپي ور پيدا کړل، پنځه لکه ډالر ورکوي

Feb 26, 2021 29

يو چا د وتلې امريکايي سندرغاړې لېډي‌ ګاګا سپي تښتولي او اوس دې د خپلو سپيانو په پيدا کېدو دومره لوړ انعام ايښی چې حتا امريکا د ځينو خونړيو ترهګرو پر سر نه دی ايښی.

اسراييلو د حضرت داوود عليه السلام د وخت ټوکر موندلی

Feb 01, 2021 29

اسراييلي څېړونکيو د يروشليم په سوېل کې د ټوکر داسې تارونه موندلي چې تر مېلاد هم زر کاله وړاندې رنګول شوي او په غالب ګمان د داوود او سليمان عليهم السلام په وخت کې د دغو تارونو [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې