تر سبا د افغانستان څلور لوپوړي چارواکي د بې‌کفايتي په تور ګوښه کېږي
۳ سنبله ۱۳۹۷ 5597 0 نظر سرخط ورځپاڼه

تر سبا د افغانستان څلور لوپوړي چارواکي د بې‌کفايتي په تور ګوښه کېږي

 

نن مازديګر د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار محمد حنيف اتمر له خپلې دندې استعفا ورکړه، خو سرخط ته سرچينو ويلي دي چې نه يوازې اتمر، بلکې څلور لوړپوړي امنيتي چارواکي د بي‌کفايتي له امله له دندو ګوښه کېدو ته اړ کړل شوي دي.

سرچينې وايي، ولسمشر تر سبا ورځې پورې د ملي دفاع وزارت او کورنيو چارو وزارت وزيرانو، د ملي امنيت رياست لوی رييس او د ملي امنيت شورا سلاکار ته ویلي دي چې ژر تر ژره دې يا استعفاوې ورکړي، کنه، له دندې به يې ګوښه کړي.

په دوی کې لومړۍ استعفا د حنيف اتمر وه چې تر نورو وړاندې يې ورکړه، خو پاتې نور به يې تر سبا پورې له خپلو دندو لاس په سر شي.

سرخط ته باوري سرچينو ويلي دي چې د غزني سقوط، د مسکو ناسته، په کابل کې د اختر پر ورځ پر ارګ د ځانمرګيو ډله‌ييز بريدونه او په ورستيو کې د ملي سرتېرو د مرګ ژوبلې د ګراف لوړېدل هغه لاملونه وو چې ولسمشر يې پر دغو څلورو واړو لوړپوړيو چارواکيو بې باوره کړ.

 تر اوسه په واشنګټن کې د افغانستان سفير حمد الله محيب د اتمر پر ځای ټاکل شوی دی، خو د پاتې نورو کسانو د ځای‌ناستو په اړه لا مالومات نه دي تر لاسه شوي.

ولسمشر؛ شپږ مياشتې وروسته به د افغانستان حالت عادي وي

Aug 02, 2021 29

ولسمشر محمد اشرف غني نن د ملي شورا يوې ځانګړې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، يو دقيق پلان جوړ شوی او کار هم ورباندې پيل شوی چې په اساس به يې په شپږو مياشتو کې د افغانستان اوسنی [...]

يو ضروري اعلان واورئ!

Jul 29, 2021 29

د پنځه‌زره کلنې پېغلې چپ تی سرطان دی، زر کلن ډاکټر يې سر ته ولاړ دی، يوازې د درد د ارامولو درمل ورکوي چې په بې‌خودي کې ومري.

پاکستاني طالبان وايي، ژر به د پاکستان څو ولسوالۍ سقوط کړي

Jul 28, 2021 29

پاکستاني طالبان وايي، جنګ ته يې بشپړه تياري نيولې او ډېر ژر به له پاکستاني پوځيانو څخه څو ولسوالۍ يو په بل پسې ونيسي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې