ډاکټر محب؛  د سولې او زغم لپاره مې پخوانۍ طبقه‌بندۍ ماتې کړې
۷ جوزا ۱۳۹۹ 370 0 نظر سرخط ورځپاڼه

ډاکټر محب؛ د سولې او زغم لپاره مې پخوانۍ طبقه‌بندۍ ماتې کړې

 

د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر حمد الله محب وايي، په هېواد کې د دايمې سولې او زغم د پياوړتيا په پار يې پخوانۍ طبقه‌بندۍ ماتې کړې او په کوچني اختر کې د هېواد د "دوو تاريخي شخصيتونو" پر قبرونو ګرځېدلی.

ده پر خپل ټويټر ليکلي، سره له دې چې کورنۍ يې له دغو دواړو کسانو سره مخالفت درلود، خو په دې خاطر چې نور بايد د هېواد د سوکالي لپاره يو بل وزغمو، د دواړو شخصيتونو قبرونو ته تللی دی.

داکټر حمد الله محب وايي، نننی افغانستان له هغو بېلابېلو باورونو څخه جوړ دی چې پخوا د یو بل ضد ول، مګر نن ټول د یوه نظام لپاره، تر یوه بېرغ لاندې او د یوه افغانستان لپاره کار کوي.

دی په تېر اختر کې د شهيد ډاکټر نجيب الله او احمد شاه مسعود قبرونو ته تللی و.

پنځو ولايتونو ته نوي واليان وټاکل شول

Jul 06, 2020 29

د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د هېواد پنځو ولايتونو خوست، سمنګان، نورستان، لغمان او بغلان ته نوي واليان ټاکل شوي دي.

د روغتيا وزارت اداري معين له دندې ګوښه شو

Jun 29, 2020 29

د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري معين ډاکټر شفيق الله شهيم نن د ولسمشر له خوا له دندې وشړل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزير به تر پارلمان مخکې څارنوالي ته ځي

Jun 15, 2020 29

د ولسي جرګې د داخلي امنيت کمېسيون لويې څارنوالي ته ويلي دي چې د اطلاعاتو او کلتور لپاره د ولسمشر له خوا د نوي ټاکل شوي وزير طاهر زهير دوسيه دې وڅېړي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې