يوه هندي يې ښځه په مار چيچلې
۷ جوزا ۱۳۹۹ 341 0 نظر سرخط ورځپاڼه

يوه هندي يې ښځه په مار چيچلې

 

د هند په کيراله ايالت کې يوه سړي خپله سکنۍ مېرمن په مار چيچلې او بيا پوليسو نيولی دی.

هندۍ رسنۍ وايي، پنځه ويشت کلنه انترا څو ورځې وړاندې مار چيچلې وه او مړه شوې وه، خو پلرګنۍ يې د مار په چيچلو شک کړی و او ويلي يې و چې دا ښځه په لوی لاس په مار چيچل شوې ده.

پوليس وروسته پلټنې کوي، د انترا خاوند سورج، د هغه ملګری سريش او يو مداري نيسي.

پوليس وايي، له پوښتنو ګروېږنو وروسته مالومه شوه چې سورج له يوه مداري څخه خونړی مار اخيستی و او بيا يې پر خپله ويده مېرمن ور غورځولی دی.

سورج رسنيو ته ويلي دي، ښځه يې ورباندې غمېدلې وه، نوره يې نه شوای زغملای، نو له ځان سره يې وويل، راځه په مار يې وچيچه چې کيسه يې ختمه شي.

را روانه يکشنبه به قيامت وي؟ د مايا تمدن جنتري يو ځل بيا لانجمن بحثونه تاوده کړي

Jun 16, 2020 29

سره له دې چې له يوې خوا نړۍ له کرونا، ملخانو، زلزلو او نورو طبيعي افتونو سره پنجې نرموي، د مايا په نامه د لرغوني تمدن جنتري يو ځل بيا د بحثونو محور شوې چې وايي د سږ کال د جون يو [...]

د پاکستان پوليسو خره د قمار وهلو په تور نيولي

Jun 09, 2020 29

د پاکستان د پنجاب ايالت په رحيم‌يار خان ولسوالي کې پوليسو د خرو د ځغاستې پر يوه مسابقه چاپه وهلې او څو خره يې د قمار وهلو په تور نيولي دي.

هنديانو د کرونا عبادت پيل کړ

Jun 08, 2020 29

په داسې حال کې چې تقريبا پر درسته نړۍ کرونا وايرس خوله لګولې او د ټولې نړۍ طبيبان د دغه وايرس پر ضد پر درملو جوړولو اخته دي، هنديانو د کرونا وايرس عبادت پيل کړ.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې