په هند او بنګله‌دېش کې توپان ۸۴ تنه وژلي
۲ جوزا ۱۳۹۹ 230 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په هند او بنګله‌دېش کې توپان ۸۴ تنه وژلي

 

د هند او بنګله‌دېش ځينې برخې له پرون راهيسې د سخت سمندري توپان تر څپو لاندې دي چې تر اوسه يې څلور اتيا تنه وژلي او ګڼ شمېر کورونه يې نړولي دي.

په دې سربېره، پرېمانه کرنيزې ځمکې د سمندر اوبو وړې او د برېښنا ستنې يې هم چپه کړې دي.

په هند کې تر نورو سيمو کلکته ډېره ځپل شوې ده. هلته د ګڼ شمېر خامو کورونو بامونه پرېوتي، سړکونه اوبو وړي او د برېښنا او ټلېفون ستنې يو په بل پسې چپه شوې دي.

د لوېديز بنګال اعلی وزير ممتا بنرجي وايي، د دوی په ايالت کې دوه اويا تنه مړه شوي دي.

دی وايي، زيات کسان د برېښنا د شارټي او د هغو ونو د پرېوتو له امله مړه شوي چې توپان له بېخه ايستلې دي.

دغه توپان په يوه ساعت کې يو سل او پنځه اتيا کيلو مټره پر مخ روان دی.

هلته بيا په بنګله‌دېش کې تر اوسه پورې لس تنه د توپان له امله مړه شوي.

د امفين په نامه دغه سمندري توپان په تېرو شلو کالو کې تر ټولو زورور او خونړی توپان دی چې اندېښنې يې راپارولې، پرېمانه خلک به ووژني.

پر ايران د نېستي نوې څپه؛ خلک اوس په انلاین بڼه اولادونه خرڅوي

Jun 27, 2020 29

پر ايران د نېستي او فقر يوه نوې څپه راغلې ده او هلته ډېری مېندې او پلرونه مجبوره شوي دي چې خپل اولادونه په انلاین بڼه وپلوري.

د محمد علي جناح مېنه سپېره شوه

Jun 22, 2020 29

د پاکستان د جوړوونکي محمد علي جناح د مېنې وروستی مېږوی، د هغه لمسی هم له دې نړۍ وکوچېده.

په بلوچستان کې څو ځايه پر پاکستاني پوځيانو بريدونه شوي

Jun 16, 2020 29

د بلوچستان ملتپال بلوڅ وايي، نن د دغه ايالت په بېلابېلو سيمو کې پر پاکستاني پوځيانو بريدونه او چاودنې شوې دي چې د دوو مسووليت يې د بلوڅو د ازادۍ جبهې يا بلوڅ ليبرېشن فرنټ منلی [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې