د پاکستان له مسافرو ډکه الوتکه لوېدلې
۲ جوزا ۱۳۹۹ 635 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د پاکستان له مسافرو ډکه الوتکه لوېدلې

 

لږ مخکې د پاکستان په کراچۍ کې د دغه هېواد يوه له مسافرو ډکه الوتکه راپرېوتې او له منځه تللې ده.

دغه الوتکه له لاهور څخه کراچۍ ته روانه وه او تر کښېناستو يوه دقيقه مخکې يې اړيکه له رادار سره پرې شوې ده.

د تر لاسه شويو لومړنيو مالوماتو په اساس، په دغه اييربس سي۲۰ الوتکه کې پنځه نوي تنه مسافر سپاره ول او عمله يې هم زياته وه.

د پاکستان د هوايي کنټرول په اداره کې ځينې سرچينې وايي، پيلوټ تر پايه پورې دوی ته د هيڅ تخنيکي ستونزې د پېښېدو خبر نه دی ورکړی.

پر ايران د نېستي نوې څپه؛ خلک اوس په انلاین بڼه اولادونه خرڅوي

Jun 27, 2020 29

پر ايران د نېستي او فقر يوه نوې څپه راغلې ده او هلته ډېری مېندې او پلرونه مجبوره شوي دي چې خپل اولادونه په انلاین بڼه وپلوري.

د محمد علي جناح مېنه سپېره شوه

Jun 22, 2020 29

د پاکستان د جوړوونکي محمد علي جناح د مېنې وروستی مېږوی، د هغه لمسی هم له دې نړۍ وکوچېده.

په بلوچستان کې څو ځايه پر پاکستاني پوځيانو بريدونه شوي

Jun 16, 2020 29

د بلوچستان ملتپال بلوڅ وايي، نن د دغه ايالت په بېلابېلو سيمو کې پر پاکستاني پوځيانو بريدونه او چاودنې شوې دي چې د دوو مسووليت يې د بلوڅو د ازادۍ جبهې يا بلوڅ ليبرېشن فرنټ منلی [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې