د خاشقچی زوی د پلار قاتلان وبښل
۲ جوزا ۱۳۹۹ 125 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د خاشقچی زوی د پلار قاتلان وبښل

 

د سعودي د وژل شوي خبريال جمال خاشقچي زوی صلاح خاشقچي د خپل پلار قاتلان وبښل او د پلار اروا ته يې د ارام غوښتنه وکړه.

صلاح خاشقچي پر خپل ټويټر ليکلي دي چې د روژې د مياشتې د وروستۍ لسيزې په پار يې د قران هغه خبره ور ياده شوې چې خدای له هغو خلکو سره مينه لري چې بښل کوي، نو دی هم ټول هغه کسان بښي چې د ده پلار يې وژلی و.

د صلاح خاشقچي له خوا د خپل د پلار د قاتلانو تر بښلو وروسته به اوس هغه کسان چې د سعودي حکومت ورته د مرګ سزا اورولې وه، له مرګه خلاص شي، خو د بند موده به يې کمه نه شي.

جمال خاشقچي د دوه زره اتلسم کال په اکټوبر مياشت کې، د ترکيې په استانبول کې د سعودي عربستان په کونسلګري کې دننه په بد ډول وژل شوی و او وروسته يې ورڅخه لاسونه، پښې او د وجود نور اندامونه هم غوڅ کړل شوي ول.

د سعودي حکومت د دغې ناوړه وژنې له امله پنځو تنو ته د مرګ او دريو نورو ته د اوږده بند سزا اورولې وه.  

پاکستاني پوځ د بلوڅو ګڼې کورنۍ بې کوره کړې

Jun 03, 2020 29

د بلوچستان ملتپال بلوڅ وايي، د بلوچستان ايالت په بېلابېلو سيمو کې د پاکستان پوځ د دوی پر کورنو عمليات پيل کړي دي چې له امله يې نه يوازې د پوځ له خوا بلوڅان مړه او تښتول شوي، [...]

ټرمپ د مظاهره چيانو له وېرې زېرزميني ته کښته شوی

Jun 01, 2020 29

په امريکا کې د يوه سپين پوستي عسکر له خوا د تورپوستي تر وژلو وروسته لاريونونو زور اخيستی دی چې له وېرې يې ويل کېږي، ډونلډ ټرمپ زېرزميني ته کښته شوی دی.

په خضدار کې وسله والو پنځه تنه ويشتي

May 31, 2020 29

تر ډېورنډ کرښه پورې غاړه د بلوچستان په خضدار سيمه کې ناپېژاندو وسله‌والو پر لاره پر روانو کسانو ډزې کړې او پنځه تنه يې ويشتي دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې