يوه نااشنا بې‌پيلوټه الوتکه په زرمت کې سرتېري په بمونو ولي
۲ جوزا ۱۳۹۹ 2374 1 نظر سرخط ورځپاڼه

يوه نااشنا بې‌پيلوټه الوتکه په زرمت کې سرتېري په بمونو ولي

سرخط ورځپاڼې ته ځينو سرچينو ويلي دي چې د پکتيا په زرمت ولسوالي کې يوه نااشنا بې‌پيلوټه الوتکه د ملي سرتېرو پر پوستو او قرارګاوو روږدې شوې ده او وخت ناوخته هلته د سرتېرو پر پوستو واړه بمونه غورځوي.

دغه الوتکه نه د بهرنيو سرتېرو د بې‌پيلوټه الوتکو په څېر غټه ده او نه يې هم لوری ګودر مالوم دی چې له کومې خوا راځي، خو د سرتېرو پوستو ته چې رسېږي، له پاسه واړه بمونه ورباندې غورځوي.

د دغې نااشنا الوتکې وروستۍ حمله تېره ورځ د پکتيا په زرمت ولسوالي کې شوې ده.

سرخط ته په سيمه کې خلکو ويلي دي چې تېره ورځ دغې الوتکې د زرمت ولسوالي د سهاکو په سيمه کې پر ياسين کمپ الوت کړی دی او يو وړوکی ماين يې د سرتېرو منځ ته ورويشتی دی.

په دغه پېښه کې پنځه تنه سرتېري ژوبل شوي او الوتکه هم بېرته په خپله مخه تللې ده.

په سيمه کې سرخط ورځپاڼې ته ويل شوي دي چې همدا الوتکه يوه مياشت وړاندې هم راغلې وه او پر يوه بله پوسته يې ورته وړوکی بم غورځولی و چې هغه وخت پکې يوازې يو سرتېری ژوبل شوی و.

له سرخط ورځپاڼې سره د زرمت ولسوال دولت خان ځدراڼ هم د خبرو پر مهال په دغه ولسوالي کې د دغې نااشنا الوتکې الوتنې تاييد کړې.

دی وايي، دغه الوتکه شاوخوا ګرځي او د سرتېرو پر پوستو واړه واړه بمونه غورځوي، خو مالومه نه ده چې د چا ده.

"کوچنۍ طياره ده، راشي د عسکرو پر پوسته بم وغورځوي او بېرته والوځي ورکه شي. هيڅوک نه پوهېږي چې دغه الوتکه د چا ده، له کومې خوا راځي او بېرته چېرته ځي."

سرخط ورځپاڼې په دې اړه د افغانستان له ملي دفاع وزارت سره هم اړيکې ونيوې، خو هغوی يې هم په اړه ناخبري وښووه.

امارت يو بل درز هم وکړ؛ ‏م‌م؛ د قطر طالبانو له امريکا سره د تړون پر ډېرو مالوماتو خاشه اچولې

Jun 02, 2020 29

ملګرو ملتونو د طالبانو په اړه په خپل وروستي خپاره شوي راپور کې ويلي دي چې د امريکا او طالبانو تر منځ د تړون پر سر طالب اورپکي په خپلو کې سره بدګمانه شوي او همدا بدګماني د دې لامل [...]

په شپږ مياشتې کې د حکومت ټول سرپرست چارواکي ګوښه کېږي

Jun 01, 2020 29

ارګ پرېکړه کړې ده چې تر راتلونکيو شپږو مياشتو پورې به په مرکز او ولايتونو کې ټول هغه حکومتي کارکوونکي له دندو ګوښه کوي چې د سرپرستانو په توګه کار کوي.

د لوبې روخ بدلېږي؛ د ناڅرګندو وسله‌والو له خوا د طالب قوماندانانو د سرونو لو پيل شوی

May 27, 2020 29

د ناڅرګندو کسانو له خوا د خلکو د ترور او وژنو لړۍ له مودو راهيسې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته روانه ده، خو دواړو غاړو ته دغه لړۍ د يو بل په پرتله يو څه توپيرونه لري.

  1. Avatar
    وارث عمران
    جمعه، ۲ جوزا ۱۳۹۹پاسخ
    ایا افغانستان پر دوهمه سوریه بدلېږي؟ لیکوال: وارث عمران / کندهار نېټه: ۳/۳/۱۳۹۹ فکر مو سته ؟ ایا دامهال مو د افغانستان پر تصويري رسنیو نوې استخباراتي اعلانونه ليدلي دي؟ زما په اند د تصویري رسنیو ځيني اعلانونه چي اوس مهال نشريږي د یوې نوې استخباراتي خطرناکې لوبې د پیل خبر ورکوي. په دې اعلانونو کې د افغانستان له نقشې سره یو او بل اړخ ته د داعش او فاطمیونو بیرغونه خپرېږي او خبرداری ورکول کېږي چې د افغانستان ګاونډیان د همدغو ډلو په لاس غواړي هېواد برباد کړي. فکر مو سته ؟ چي د دې خطرناکې لوبې د پیل او ذهنیت جوړولو لپاره څومره استخباراتي دقت سوی دی. دغه اعلان داسې مهال خپرېږي چې افغانستان او نړۍ د کرونا له وبا سره لاس او ګرېوان دي، د همدې کرونا په تړاو د پروګرامونو په لړ کې چې ډېر لیدونکي او اورېدونکي لري دغه اعلانونه خپرېږي چې د کرونا په اندېښنو ډوبو اذهانو ته کرا کرا د فاطمیونو او داعش ډلو د موجوديت او د هغو د ورانوونکو موخو تصویر ښیي او د اورونو او وحشتونو تصویرونه تکرارېږي. زما په باور، یو تریخ واقعیت دا دی چې داعش او فاطمیون افسانې نه‌ دي، واقعیتونه دي، خو دواړه د استخباراتي لوبو زېږنده دي. او دغه اعلانونه د همدې استخباراتي لوبو د بل پړاو د پیل نښې دي. زه خو وايم چي، ددغه ډول اعلانونو خپرېدل د یوې بلې بدمرغې جګړې د پیل نښې دي، خو دا چې حکومت په دې لوبه کې څومره ښکېل دی خدای ته معلومه ‌ده.
    • Avatar
      زهیرمل
      March 8, 2018Reply
      Quisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis uisque laoreet augue sapien, quis vehicula nulla mollis fin finibus magna. Sed tincidunt purus sed ex dapibus congue. Nam gravida consequat odio eget bibendum. Morbi laoreet dui a sapien laoreet semper. Donec in quam ut velit tincidunt mollis. Aenean tincidunt leo justo, ut justo accumsan ac.
    • Avatar
      Hamid Asadi

      Azizi

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې