امنيت شورا؛ طالبانو له اوره د خلاصون په لسيزه کې هم اور بل کړی و
۲ جوزا ۱۳۹۹ 279 0 نظر سرخط ورځپاڼه

امنيت شورا؛ طالبانو له اوره د خلاصون په لسيزه کې هم اور بل کړی و

 

امنيت شورا وايي، طالب اورپکيو د روژې د مبارکې مياشتې په وروستۍ، يا له اوره د خلاصون په لسيزه کې هم پر هېوادوالو رحم نه دی کړی او د هېواد په بېلابېلو برخو کې کې يې د خلکو پر ژوند اور پورې کړی دی.

د افغانستان له ملي امنيت شورا څخه سرخط ورځپاڼې ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې طالبانو د روژې مبارکې میاشتې په څلورمه اوونۍ کې د هېواد په شلو ولایتونو کي پنځه ويشت بې ګناه افغانان شهيدان کړي او نهه اتيا تنه نور يې ژوبل کړي دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په کندوز، خوست او کابل ولایتونو کې اوښتې ده.

تر دې مخکې د ملي امنیت شورا ویلي و چې طالبانو د روژې مبارکې میاشتي په درېیمه اوونۍ کې د هېواد په دوه ويشتو ولایتونو کې نهه اويا بې ګناه هېوادوال شهيدان کړي او دوه سوه او اتلس نور يې ټپیان کړي وو.

د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې، دغه راز د روژې په دویمه اوونۍ کې په اتلسو ولایتونو کې پنځه ويشت تنه ملکي وګړي شهيدان شوي او څلور اويا نور ټپیان شوي وو.

د روژې د مبارکې میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې بيا طالب اورپکو په اوولسو ولایتونو کې اوولس هېوادوال شهيدان کړي او نهه څلوېښت نور یې ټپیان کړي دي.

په دې توګه طالبانو تر اوسه د روژې په میاشت کې يو سل او شپږ څلوېښت افغانان شهيدان کړي او څلور سوه او دېرش نور يې ژوبل کړي دي.

امارت يو بل درز هم وکړ؛ ‏م‌م؛ د قطر طالبانو له امريکا سره د تړون پر ډېرو مالوماتو خاشه اچولې

Jun 02, 2020 29

ملګرو ملتونو د طالبانو په اړه په خپل وروستي خپاره شوي راپور کې ويلي دي چې د امريکا او طالبانو تر منځ د تړون پر سر طالب اورپکي په خپلو کې سره بدګمانه شوي او همدا بدګماني د دې لامل [...]

په شپږ مياشتې کې د حکومت ټول سرپرست چارواکي ګوښه کېږي

Jun 01, 2020 29

ارګ پرېکړه کړې ده چې تر راتلونکيو شپږو مياشتو پورې به په مرکز او ولايتونو کې ټول هغه حکومتي کارکوونکي له دندو ګوښه کوي چې د سرپرستانو په توګه کار کوي.

د لوبې روخ بدلېږي؛ د ناڅرګندو وسله‌والو له خوا د طالب قوماندانانو د سرونو لو پيل شوی

May 27, 2020 29

د ناڅرګندو کسانو له خوا د خلکو د ترور او وژنو لړۍ له مودو راهيسې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته روانه ده، خو دواړو غاړو ته دغه لړۍ د يو بل په پرتله يو څه توپيرونه لري.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې