پر ټولنيزو رسنيو د روغتيا د وزير عکسونه ريشخند بلل کېږي
۱ جوزا ۱۳۹۹ 14 0 نظر سرخط ورځپاڼه

پر ټولنيزو رسنيو د روغتيا د وزير عکسونه ريشخند بلل کېږي

 

تېره ورځ د عامې روغتيا وزير ډاکټر فېروز الدين فېروز په کابل کې افغان جاپان روغتون ته ورغلی او له هغو ناروغانو سره يې ليدلي دي چې په کرونا اخته ول.

په دغو عکسونو کې ښاغلی فېروز نه ښکاري، ځکه داسې جامې يې اغوستې چې وايرس نه شي ورننوتلای، خو د يوه کس پر خېټه ليکلي؛

"داکتر فيروز الدين فیروز وزیر صحت عامه"

د يوه بل کس پر خېټه بيا ليکل شوي؛ "داکتر وحید مجروح"

پر ټولنيزو رسنيو اوس دغه عکسونه لاس په لاس کېږي او خلک يې "د کرونا ريشخند" بولي.

د ټولنيزو رسنيو کاروونکي وايي، که دوی پر خېټو خپلونه نومونه نه وای ليکلي، هم خلکو منله چې وزير روغتون ته تللی.

تر دې وړاندې د کابل د ښاروال يوه وېډيو همداسې لاس په لاس کېده چې پکې يوې نانبايي ته ورځي او پوښتنه کوي؛ هوا کش داري؟

د عامې روغتيا وزير څو ورځې وړاندې په کرونا اخته شوی و چې په دغه وايرس تر اخته کېدو تقريبا يوه اوونۍ وروسته بېرته ورغېده او دومره ژر رغېدل يې هم د ټولنيزو رسنيو د کاروونکيو لپاره يو سوال و.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې