له سيمانو جوړو عينکو د يمني ماشوم ژوند بدل کړ
۱ جوزا ۱۳۹۹ 41 0 نظر سرخط ورځپاڼه

له سيمانو جوړو عينکو د يمني ماشوم ژوند بدل کړ

 

له سيمانو جوړو شويو کږو وږ عينکو د يمن د يوه جنګ ځپلي ماشوم د قسمت کږې وږې کرښې ټولې بدلې کړې او له يو لښکر بدمرغيو يې خلاص کړ.

دغه يمنی ماشوم چې د يوې جنګ ځپلې کورنۍ دی، محمد نومېږي، له سيمانو جوړې عينکې يې په سترګو کړې او په خاورو سپېرې جامې يې اغوستې دي.

د عبدالله الجرادي په نامه يو عکاس د دغه ماشوم عکس اخلي او بيا يې پر ټولنيزو رسنيو عينکې ليلام ته ږدي.

تر هغه وروسته نو د هلک بخت راويښېږي او نه يوازې ده ته، بلکې درستې کورنۍ ته يې پرېمانه ډالۍ وړاندې کېږي.

په يمين کې د ماين پاکۍ د يوې موسسې رييس اسامه القصيبي دغه عينکي په دوه نيم ميليونه يمني ريالو پېري او په دې سربېره د ماشوم له کورنۍ سره ډېره مرسته هم کوي.

محمد دا مهال له خپلې کورنۍ سره د لوېديز يمن په مارب سيمه کې د کډوالو په يوه کمپ کې ژوند کوي.

په لاس کې مو دا نښه شته؟

May 26, 2020 29

د ښي لاس ورغوي ته مو وګورئ، که مو د ورغوي له ليکو، لکه د انګلېسي M دغسې نښه جوړېده، نو پوه شئ چې تاسې بې جوړې او ناياب انسان ياست.

يوه هندي يې ښځه په مار چيچلې

May 26, 2020 29

د هند په کيراله ايالت کې يوه سړي خپله سکنۍ مېرمن په مار چيچلې او بيا پوليسو نيولی دی.

مديحه ارم؛ چې نن يې يوې سواليې ژوند ژغورلی

May 22, 2020 29

مديحه ارم د پاکستان په حکومتي هوايي شرکت پي‌ای‌اې کې د ايرهوسټس په توګه کار کوي او ټاکل شوې وه چې نن په هغه بدبخته الوتکه کې کراچۍ ته سفر وکړي چې تر سلو د زياتو کسانو وجودونه [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې