سږ به د اختر لمونځ د تېر په څېر نه وي
۱ جوزا ۱۳۹۹ 128 0 نظر سرخط ورځپاڼه

سږ به د اختر لمونځ د تېر په څېر نه وي

 

ولسمشر د کابينې په غونډه کې له حج او اوقافو وزارت او علماوو شورا څخه غوښتي دي چې د کرونا وايرس د مخنيوي په موخه دې خلک وپوهوي چې د اختر لمنځونه د نورو کلونو په پرتله له زياتو تدابيرو سره وکړي.

 

ولسمشر ويلي دي چې له خلکو بايد وغوښتل شي چې د اختر د لمونځ پر مهال هم د ځان او هم د خپلو نورو مسلمانو وروڼو روغتيا ته پام وکړي.

 

ولسمشر په دې سربېره د کابينې په نننۍ غونډه کې ويلي دي چې دا ځل به په ارګ کې هم د اختر لمونځ د تېرو کلونو په شان د ډېرو کسانو په شتون کې نه کېږي، بلکې محدود شمېر کسان به په لوړو روغتيايي تدابيرو کې په ارګ کې د اختر لمانځه ته ور غوښتل کېږي.

 

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې