تر يو اوسه ۱۳۰ پوليس کرونا نيولي ۷ يې وژلي
۳۱ ثور ۱۳۹۹ 161 0 نظر سرخط ورځپاڼه

تر يو اوسه ۱۳۰ پوليس کرونا نيولي ۷ يې وژلي

 

په کورنيو چارو وزارت کې دننه ځينو سرچينو سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې تر اوسه پورې د ملي پوليسو په ليکو کې يو سل او دېرش تنه پوليس په کرونا اخته شوي دي.

دغه پوليس د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې کرونا نيولي، خو زياته برخه يې په کابل کې دي.

سرچينه وايي، سره له دې چې پوليسو ته په ټينګه ويل شوي چې هم ځانونه او هم خلک له کرونا وايرس څخه وساتي، خو تر اوسه پرې اووه تنه پوليس د دغه وايرس له امله مړه شوي او ګڼ شمېر نور ورباندې اخته دي.

دغه سرچينه وايي، اوس وېره ده چې د پوليسو په ليکو کې کرونا نوره هم خپره نه شي او لا ډېر پوليس ورباندې اخته نه شي.

د سرچينې په خبره، د ملي پوليسو په ليکو کې د کرونا وايرس د خپرېدو د مخنيوي په موخه تر اوسه پورې د څلور سوه او شلو تنو په شاوخوا کې پوليس چې شک کېږي کرونا به نيولي وي، کورونو ته لېږل شوي او کرنټين شوي دي.

په دې سربېره، تر اوسه پورې يو ويشت تنه پوليس له دغه وايرس څخه بېرته رغېدلي او دندو ته تللي دي.

د سرچينې په باور دا يوازې د هغو سيمو د پوليسو شمېرې دي چې اړيکه نيول ورسره اسانه دي، خو هغه پوليس چې په لېرې پرتو سيمو او ولسواليو کې دندې لري او پر وخت اړيکه نه ورسره نيول کېږي، ښايي شمېر يې تر دې څو چنده زيات وي.

امارت يو بل درز هم وکړ؛ ‏م‌م؛ د قطر طالبانو له امريکا سره د تړون پر ډېرو مالوماتو خاشه اچولې

Jun 02, 2020 29

ملګرو ملتونو د طالبانو په اړه په خپل وروستي خپاره شوي راپور کې ويلي دي چې د امريکا او طالبانو تر منځ د تړون پر سر طالب اورپکي په خپلو کې سره بدګمانه شوي او همدا بدګماني د دې لامل [...]

په شپږ مياشتې کې د حکومت ټول سرپرست چارواکي ګوښه کېږي

Jun 01, 2020 29

ارګ پرېکړه کړې ده چې تر راتلونکيو شپږو مياشتو پورې به په مرکز او ولايتونو کې ټول هغه حکومتي کارکوونکي له دندو ګوښه کوي چې د سرپرستانو په توګه کار کوي.

د لوبې روخ بدلېږي؛ د ناڅرګندو وسله‌والو له خوا د طالب قوماندانانو د سرونو لو پيل شوی

May 27, 2020 29

د ناڅرګندو کسانو له خوا د خلکو د ترور او وژنو لړۍ له مودو راهيسې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته روانه ده، خو دواړو غاړو ته دغه لړۍ د يو بل په پرتله يو څه توپيرونه لري.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې