په پنجاب کې په اعتکاف کې پر ناست هلک د جنسي تېري هڅه شوې
۳۱ ثور ۱۳۹۹ 41 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په پنجاب کې په اعتکاف کې پر ناست هلک د جنسي تېري هڅه شوې

 

د پاکستان د پنجاب ايالت په ګجرات کې يو سړی په جومات کې دننه په اعتکاف کې پر ناست هلک ور ولاړ شوی، خو د هلک پلار ورغلی او ځنې خلاص کړی يې ده.

په پاکستان کې په مدرسو، جوماتونو او ښوونځيو کې پر ماشومانو د جنسي تېري پرېمانه راپورونه ورکول کېږي، خو دا لومړی ځل دی چې په اعتکاف کې پر ناست هلک څوک د جنسي تېري هڅه کوي.

پاکستاني پوليس وايي، دغه هلک پنځلس کلن دی، عادل حسين نومېږي او د ګجرات په سرای عالمګير سيمه کې په يوه جومات کې په اعتکاف کې ناست و.

دوی وايي، پر هلک ور ولاړ شوی کس تبرېز نومېږي او هغه هم په همدې جومات له هلک سره يو ځای په اعتکاف کې ناست و چې تېره شپه پرې ور ولاړ شوی.

د عادل پلار افضل حسين رسنيو ته ويلي دي چې د شپې په يوولس نيمې بجې يې زوی ته ډوډۍ وروړه چې له جوماته يې د هلک چيغې واورېدې او چې ور ننوت، ګورې چې تبرېز خان پر هلک ور ولاړ شوی او جامې يې ځنې ايستلې دي.

دی وايي، کله چې هلته ورسېده، تبرېز وتښتېده او ده پوليسو ته زنګ وواهه.

د سيمې د پوليسو مشر ملازم حسين وايي، تبرېز يې نيولی او تمامه شپه تر وهلو لاندې و.

په لاس کې مو دا نښه شته؟

May 26, 2020 29

د ښي لاس ورغوي ته مو وګورئ، که مو د ورغوي له ليکو، لکه د انګلېسي M دغسې نښه جوړېده، نو پوه شئ چې تاسې بې جوړې او ناياب انسان ياست.

يوه هندي يې ښځه په مار چيچلې

May 26, 2020 29

د هند په کيراله ايالت کې يوه سړي خپله سکنۍ مېرمن په مار چيچلې او بيا پوليسو نيولی دی.

مديحه ارم؛ چې نن يې يوې سواليې ژوند ژغورلی

May 22, 2020 29

مديحه ارم د پاکستان په حکومتي هوايي شرکت پي‌ای‌اې کې د ايرهوسټس په توګه کار کوي او ټاکل شوې وه چې نن په هغه بدبخته الوتکه کې کراچۍ ته سفر وکړي چې تر سلو د زياتو کسانو وجودونه [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې