په زابل کې د ماين چاودنې اته تنه شهيدان کړي
۳۰ ثور ۱۳۹۹ 84 0 نظر سرخط ورځپاڼه

په زابل کې د ماين چاودنې اته تنه شهيدان کړي

 

تېره شپه د زابل په مېزانه ولسوالي کې د عامو خلکو يو موټر په بم ختلی دی چې له امله يې اته تنه کليوال شهيدان شوي دي.

د زابل د مېزانې ولسوال وحيد الله حقمل له سرخط ورځپاڼې سره په خبرو کې پېښه تاييد کړه او ويې ويل، دغه چاودنه د مېزانې ولسوالي په ملخيانو کلي کې شوې ده.

دی وايي، د چاودنې له ځایه هيڅ ټپي کس نه دی را ايستل شوی، خو اته تنه جسدونه د کلي خلکو ته په لاس ورغلي دي.

حقمل وايي، دغه ماين طالبانو د سړک پر غاړه خښ کړی و چې پر عامو خلکو ور وچاودېده.

‏ولسمشر د اياز شهادت څېړنې ته پلاوی وټاکه

Jun 03, 2020 29

ولسمشر د مولوي اياز د شهادت څېړنې ته پلاوی وټاکه.

د کندوز امنيه قوماندان د کرونا له امله ومړ

Jun 02, 2020 29

د کندوز امنيه قوماندان عبدالرشيد بشير لږ مخکې د کرونا وايرس له امله په کابل کې ومړ.

منيب؛ مولوي اياز نيازی تر اوسه ژوندی دی

Jun 02, 2020 29

د حج او اوقافو وزير مولوي عبدالحکيم منيب وايي، د وزير اکبر خان جومات امام ډاکټر محمد اياز نيازی تر اوسه ژوندی دی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې