طالبانو په فارياب کې ګڼ ديني عالمان او مشران تښتولي
۳۰ ثور ۱۳۹۹ 188 0 نظر سرخط ورځپاڼه

طالبانو په فارياب کې ګڼ ديني عالمان او مشران تښتولي

 

طالب اورپکو د فارياب په شېرين تګاب ولسوالي کې د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون کوونکيو په ګډون يو شمېر ديني عالمان او قومي مشران تښتولي دي.

طالبانو دغه کسان په بېلابېلو پلمو ورغوښتي او بيا چې هغوی ورغلي دي، نو لاسونه يې ورتړلي او له ځان سره يې وړي دي.

د شېرين تګاب ولسوال زين الله ذکي سرخط ورځپاڼې ته وويل چې طالبانو له دغې ولسوالي څخه د مولوي حفيظ الله، قاري غلام الله او قاري نجيب الله په نامه ديني عالمان تېره شپه له کورونو تښتولي دي.

دی وايي، په دې سربېره، طالبانو د شېرين تګاب له اسلام کلا کلي څخه څلور تنه د ولسي پاڅوون کوونکيو د ډلې کسان هم وړي دي.

ده د دغو تښتول شويو کسانو نومونه محمد هاشم، نجيب الله، سيف الله او شېر محمد وښوول.

د شېرين تګاب ولسوال زين الله ذکي له سرخط ورځپاڼې سره په خبرو کې زياته کړه چې طالبانو د يادې ولسوالي د کوه صياد د سيمې پنځه تنه قومي مخور بيا د يوې غونډې په پلمه ورغوښتي او وروسته يې پسې تښتولي دي.

ذکي د تښتول شويو قومي مخورو نومونو سليم بای، ملا خدای‌بردي، نجيب الله او نبي قصاب وښوول.

د طالبانو په ليکو کې ځينو سرچينو سرخط ورځپاڼې ته ويلي دي چې طالبانو دغه ټول تښتول شوي کسان د فارياب خواجه سبزپوش ولسوالي ته وړي دي.

تر اوسه مالومه نه ده چې طالبان به له دغو کسانو سره څه کوي.

‏ولسمشر د اياز شهادت څېړنې ته پلاوی وټاکه

Jun 03, 2020 29

ولسمشر د مولوي اياز د شهادت څېړنې ته پلاوی وټاکه.

د کندوز امنيه قوماندان د کرونا له امله ومړ

Jun 02, 2020 29

د کندوز امنيه قوماندان عبدالرشيد بشير لږ مخکې د کرونا وايرس له امله په کابل کې ومړ.

منيب؛ مولوي اياز نيازی تر اوسه ژوندی دی

Jun 02, 2020 29

د حج او اوقافو وزير مولوي عبدالحکيم منيب وايي، د وزير اکبر خان جومات امام ډاکټر محمد اياز نيازی تر اوسه ژوندی دی.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې