نبيل؛ القاعده او حقاني شبکه ۹/۱۱ ته ورته د بل بريد پلان جوړوي
۲۹ ثور ۱۳۹۹ 140 0 نظر سرخط ورځپاڼه

نبيل؛ القاعده او حقاني شبکه ۹/۱۱ ته ورته د بل بريد پلان جوړوي

 

د افغانستان د ملي امنيت مخکېنی لوی رييس رحمت الله نبيل وايي، په پاکستان کې مېشته حقاني شبکه له ځينو نورو استخباراتي او ترهګري شبکو سره په ګډه، د سپټمبر د مياشتې يوولسې ته ورته، د يوه بل خونړي بريد پر پلان کار کوي.

دی وايي، که په سيمه کې د ترهګري د ملاتړو دولتونو لاس و نه نيول شي، نړۍ به ژر له يوه بل ورته ورته ناورين سره مخ شي.

ده د دغه بريد د پلان جوړولو اصلي لوبغاړي د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري، ابو محمد المصري او سيف العادل ښوولي دي چې په خبره يې، حقاني شبکه ورسره کمک کوي او د حقاني شبکې ملا بيا د پاکستان استخبارات ور تړي او همالته د هغوی تر سيوري لاندې مېشته ده.

ايمن الظواهري مصری ترهګر دی چې د دوه زره يوولسم کال په جون کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته د القاعده شبکې مشر شو.

اسامه بن لادن د پاکستان په ايبټ اباد کې د امريکايي سرتېريو په عملياتو کې وژل شوی و.

ابو محمد المصري او سيف العادل هم د القاعده شبکې مصري سرلاري دي چې د العادل په سر خو د لسو ميليونو ډالرو انعام هم ايښوول شوی دی.

حقاني شبکه بيا په نولس سوه اتيايمو کالونو کې د جلال الدين حقاني په مشري جوړه شوې چې اوس يې مشري د جلال الدين زوی، سراج الدين حقاني کوي او د پنځلس زره په شاوخوا کې جګړه‌مار لري.

رحمت الله نبيل وايي، په سيمه کې القاعده په هغو سيمو کې ډېره غښتلې ده، پر کومو چې د حقاني شبکې واک چلېږي او همدا لامل دی چې د دغه غټ بريد په جوړولو کې حقاني شبکه له القاعده سره همکاري لري.

نبيل په دې سربېره، ادعا کوي چې د اسامه بن لادن زوی حمزه بن لادن له قاري ذاکر سره يو ځای د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې وژل شوی و.

قاري ذاکر د حقاني شبکې لپاره د ځانمرګيو د جوړولو او تنظيمولو مشري په غاړه لرله.

د اسامه بن لادن د زوی وژل کېدل د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم تاييد کړي ول، خو هغه ځای يې نه و ښوولی چې د اسامه زوی پکې مړ شوی دی.

نبيل وايي، حمزه بن لادن او قاري ذاکر دواړه يو ځای په کورمه ايجنسۍ کې وژل شوي ول.

د متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پر دې خوله پټه کړې وه چې حمزه يې چېرې وژلی.

ښايي، د پاکستان او امريکا يارانه د دې لامل وه چې خبره پټه پاتې شوه، ځکه تر دې وړاندې د حمزه پلار اسامه بن لادن هم په پاکستان کې ووژل شو چې په نړيواله کچه يې دغه هېواد بې ابه کړ.

امارت يو بل درز هم وکړ؛ ‏م‌م؛ د قطر طالبانو له امريکا سره د تړون پر ډېرو مالوماتو خاشه اچولې

Jun 02, 2020 29

ملګرو ملتونو د طالبانو په اړه په خپل وروستي خپاره شوي راپور کې ويلي دي چې د امريکا او طالبانو تر منځ د تړون پر سر طالب اورپکي په خپلو کې سره بدګمانه شوي او همدا بدګماني د دې لامل [...]

په شپږ مياشتې کې د حکومت ټول سرپرست چارواکي ګوښه کېږي

Jun 01, 2020 29

ارګ پرېکړه کړې ده چې تر راتلونکيو شپږو مياشتو پورې به په مرکز او ولايتونو کې ټول هغه حکومتي کارکوونکي له دندو ګوښه کوي چې د سرپرستانو په توګه کار کوي.

د لوبې روخ بدلېږي؛ د ناڅرګندو وسله‌والو له خوا د طالب قوماندانانو د سرونو لو پيل شوی

May 27, 2020 29

د ناڅرګندو کسانو له خوا د خلکو د ترور او وژنو لړۍ له مودو راهيسې د ډېورنډ کرښې دواړو غاړو ته روانه ده، خو دواړو غاړو ته دغه لړۍ د يو بل په پرتله يو څه توپيرونه لري.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې