ايا ظلم د انساني هوس توليد نه دى؟
۲۸ ثور ۱۳۹۹ 342 0 نظر څارنوال عمر شفیق

ايا ظلم د انساني هوس توليد نه دى؟

څارنوال عمر شفیق

په قراني اياتونو او د علماوو په خبرو کې د انسان فضليت او مزموميت دواړه بيان شوي دي. په ټوله کې انسان د مخلوقاتو اشرف، باکرامته او پر تعقل ښکلى موجود ښودل شوى. انسان د ځمکې پر مخ د مشري، برابري او سمون وړ او پړ بلل شوى دى. په بله وينا انسان د دې وړتيا لري، چې بشري ټولنيز ژوند رهنمايي کړي او هم د يادې چارې مسؤليت او بار په غاړه لري.

بل خوا ته د انسان د مزموميت يا بدوالي وصف هم شتون لري، يانې انسان بد دى او د بدو کړنو تمه ترې کېدلى شي. د انسان د بدۍ څېره او حالت ښکاره دى. که يو انسان د خپلو بدو کړنو څېره په الفاظو، مقابلو کړنو او نورو چلونو پټوي؛ خواري يې عبث ده او د انسان بدوالى نه پټيږي. په دې مانا چې د انسان بدي د هغه په کړنو کې ښکاره ليدل کېږي.

انسان تل هڅه کوي، چې د خپل تعريف او ستاينې په څېره کې خپلې بدۍ وپيچي او پټې يې کړي او دا د هر انسان ذاتي هڅه ده، چې بدوالى يې معدوم يا نشت اوسي، خو دا چاره مطلقه ناکامه ده.

د انساني تاريخ په اوږدو کې هېڅ انسان د خپلې بدۍ په پټولو نه دى برلاسى شوى. هر انسان تر خپلې وسې هڅه کوي؛ تر څو نورو انسانانو ته خپل فضیلت او ښه والى مخې ته ونيسي، خو د هغه د بدۍ څېره او کړنې يادې هڅې د تل لپاره ناکاموي.

د انساني تاريخ برخه د انسان په بديو جوړه ده، يانې انسان د تاريخ په اوږدو کې هرومرو بد کړي دي. د انسان د بدۍ تاريخ يوازې هغو انسانانو ته نه دى منسوب چې تاريخ کې يې نومونه او کړنې ثبت دي؛ بلکې د انسان د بديو تاريخ ګډ دى. يانې د انسان تېر تاريخ زموږ تاريخ هم دى. که بل ډول ووايو د انسانانو تاريخ د ټول انسانيت تاريخ دى، ځکه د هر انسان بدۍ د تاريخ برخه جوړيږي. لکه نن چې په حقيقت کې د يوه انسانوژونکي او جنګ سالار څېره بده ده، مخکې هم بده وه او راتلونکي کې به هم بده اوسي. که څه هم انسان په تېر، اوس او راتلونکې کې خپل بد کرېکټر ظاهراً پټ ساتلى او يا يې ساتي.

دا حقيقت دى، چې انسان فضیلت او کرامت لري او انسان د مينې او مهربانۍ سمبول دى؛ ځکه انسان پلار دى، انسان مور ده، انسان مينه ده او انسان د هرې عاطفې او محبت سرچينه ده. په ټولنيز انساني ګډ ژوند کې له انسان څخه د خوند اخيستلو دومره تعريفونه او وسېلې شتون لري، چې زه يې شخصاً کُلي ذکر نه شم کولى.

د انسان د نېکۍ پر اړخ بحث ځکه نه کوو، چې دا مهال د انسان په حقيقي انځور کې د ښو کړنو په تناسب بدې کړنې ډېرې ليدل کېږي. دا چې انسان په څومره کچه بدي کولى شي. لومړۍ د انساني ژوند تېر ته ځو او بيا يې په اوس مهال کې جاج اخلو.

لومړۍ بايد دا ومنل شي، چې په طبيعت کې د انسان لپاره د ژوند کولو حق ثابت دى. ژوند کول د هر انسان طبيعي او فطري حق دى. د انسان دا حق په ټولو اسماني دينونو کې خوندي دى او له انسان څخه ژوند اخيستل يا انسانوژنه پرته له شرعي موجبه حرامه ګڼل شوي. همدارنګه د يوه انسان وژل د ټول انسانيت له وژلو سره تشبيه شوي دي. بل خوا انسانانو د خپل عقل له مخې منلي ده، چې که څوک وغواړي يا نه هر انسان بايد ژوند وکړي. له دې ثابېتيږي، چې په انساني ټولنيز ژوند کې لومړنى اساسي حق د انسان ژوند دى، چې بايد خوندي اوسي.

 کله چې د انساني ژوند خونديتوب د اسماني دينونو او انساني عقل له مخې ثابت و او دى، بيا هم د ادم عليه سلام زوي قابيل وکولى شول، چې خپل ورور هابيل ووژني. فکر نه کوم چې قابيل ته دې خپل ذاتي فطرت انګېزه ورکړي وي، تر څو هابيل ووژني.

ځکه د قابيل عمل د هغه اختياري عمل دى او د هغه د انساني هوس څخه زيږېدلى دى. يانې قابيل ته د خداى پاک لخوا نه دي ويلي شوي، چې خپل ورور ووژني يا دا چې پر هغه د خپل ورور وژل يو تحميل شوى عمل وګڼل شي.

د هابيل وژنه د انسان له پيدايښت سره سم د ځمکې پر مخ لومړنۍ وژنه ده. د انساني ګډ ژوند په اوږدو کې بې شمېره وژنې شوي دي او د دې عمل ادامه تر ډېره يقيني ده. يانې انسان به د نړۍ تر ابادۍ پورې پر انسان‌وژنه بوخت اوسي.

انسان په دې عمل (انسان‌وژنه) د تل لپاره لاس پورې کړى دى، پيغمبرانو د خپلو دينونو د تعميل لپاره انسانان وژلي دي، پاچاهانو او حاکمانو د خپلو سلطنتونو او حکومتونو د ادامې لپاره او هر انسان د يوې داسې اړتيا لپاره انسانوژنه کړي ده، چې کېدلى شي، ډېرو مواردو کې يې معقوليت په دومره کچه ثابت نه شي، چې انسان‌وژنه روا وګڼل شي.

دا سمه ده، چې د انسان طبع د خپلې بدۍ منل نه خوښوي، انسان ته دا ډېره سخته تماميږي، چې ومني؛ انسان د بدو کړنو توليدي فکټور دى او د نړۍ بدې کړنې د انساني هوس زېږنده دي. خو منل يې له دې کبله معقول دي، چې د انساني تاريخ له پيله نيولي تر نن ورځې پورې د بدۍ او تر ټولو وحشي عمل (انسانوژ‌نې) حس د پياوړتيا خواته روان دى. څومره انسانان چې خپل هم‌نوع انسان وژلي دي؛ هېڅ بل عامل يې سيال کېدلى نه شي. ډېر خطرناک او وخيم حالت يې دا دى، چې په ټولييزه توګه د وژنې ابزار انسان جوړ کړي دي.

که وويل شي، چې انسان د خپلې بقا او پايښت لپاره څومره علوم او تخنيکونه ايجاد کړي دي، په مساويانه کچه يې د خپلې نابودۍ لپاره هم کار کړى دى او پرېمانه وسايل يې جوړ کړي دي. دلته که فکر وشي، مرګ او ژوند دواړه طبيعي پديدې دي. کېدلى شي؛ څوک ووايي، چې د انسان ژوند منل کېږي مرګ يې هم بايد ومنل شي.

داسې نه ده؛ ځکه د انسان ژوند طبيعي او غير ارادي کړنه ده، خو مرګ که څه هم طبيعي امر دى، خو هغسې نه چې عامل يې خپله انسان واوسي. ځکه دې حالت کې غير ارادي والى نفي کيږي او د يوه اختياري عمل په وسېله مرګ ترسره کېږي.

که بېلګې يې يادې کړو؛ کولى شو ووايو، چې نړيوال نظامي برخوردونه او د هېوادونو ترمنځ جګړې ټولې اختياري دي. ښه بېلګه يې اوسنۍ وبا (کرونا) ده، چې نړۍ کې يې لکونه شمېر انسانان ووژل. مخکې مو وويل چې د انساني بديو حس ورځ تر بلې پياوړى کېږي. ځکه انسان به مخکې د مضرو حشراتو د نابودۍ لپاره وژونکي دواګانې جوړولې، خو د شلمې پېړۍ انسان دومره وحشي وخوت، چې د خپل همنوع د عامې وژنې لپاره يې وژونکي وايروسونه جوړ کړل. ايا نه منئ، چې د انساني بديو حس د پياوړتيا خواته روان دى؟

زموږ هېواد کې روانه جګړه خپله د انسان‌وژنې لومه ده. ډېرى خلک ورته نور نومونه او تعريفونه لري، خو دا جګړه د انسان‌وژنې له دقيق عمل پرته په بل هر نوم او وصف پېژندل سم نه دي. کېدلى شي يو څوک يې د اقتصادي ګټو جګړه وبولي. بيا هم د دې جګړې دقيق تعريف انسان‌وژنه ده. کلونه کېږي، چې زموږ پر خاوره د دې بدمرغه جګړې کرغېړنه سيلۍ خواره ده او د انسان‌وژنې لوبه توده ساتي. 

خو دا جګړه هم زموږ خپل توليد دى، ځکه موږ ته نه خداى او نه پيغمبر ويلي دي او نه د خداى او پيغمبر دين کې راغلي دي، چې جومات کې پر لمانځه ولاړ انسانان ووژنئ، پر جنازه مرګوني بريدونه وکړئ، پر روغتون وروخيږئ ماشوم لرونکي ميندې او تي خوره ماشومان ووژنئ يا دا چې څومره وس مو رسي، انسان له منځه وړئ او ژوند يې اخلئ.

له دې سره سره چې په سالم عقل، آزاده اراده او پرته له جبر او اکراه خپل ځانونه خپله وژنو؛ هره ورځ د خپلو اختياري کړنو غندنه هم کوو. خبره دا نه ده، چې انسان دې انساني بدي نه غندي يا دې په خپل اختياري ژوند کې نېکيو ته مخه نه کوي؛ بلکې دا بايد ومنو، چې بدي او ظلم انساني توليد دى. سره له دې چې انسان اللهي استازو او انساني تعقل له بديو او ظلم څخه منع کړى دى، د فضليت اړونده نېکو چارو ته يې هڅولى دى، خو بيا هم انسان له بديو او ظلم څخه نه دى څنډې ته شوى. ټول حواس يې د بديو او ظلم کولو لارې څاري.

ډیورنډ فرضي کرښه او زموږ روانه جګړه

May 16, 2020 29

د نړیوالو اړیکو او نړیوالو سیاستونو اړوند د واقعیت پالنې په مکتب کې د خپلې بقاء(Self-Survival)   یا له خپل ځان د دفاع(Self-Defense) تر سرلیک لاندې یوه نظریه موجوده، ده چې بنسټ اېښودونکی یې [...]

د تشدد او عدم تشدد مبارزاتو پرتله یيز تحليل

May 10, 2020 29

دواړه پديدې د عدم په کلمه له يوې بلې جلا شوي دي، ګنې يوه کړنه ده؛ مکاني او زماني ټولنيزو توپيرونو ته په پام سره ورته پايلې لري او د پېښېدو د حالاتو ترمنځ یې ډېر کم توپیر دى.

د دولتي ځمکو ثبت؛ د حکومت د ملي برنامو او ټول‌ګټو پروژو د تطبيق غوره لار

May 06, 2020 29

په شپېتمه لسيزه کې د عليحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په هېواد کې د کرنيزو ځمکو د ثبت لپاره هڅې پيل شوې او تر يوې لسيزې پورې ۳۴ سلنه کرنيزه ځمکه په ابتدایي توګه سروې او ثبت [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې