داسې ماسک جوړېږي چې د کرونا وايرس به پېژني
۲۸ ثور ۱۳۹۹ 120 0 نظر سرخط ورځپاڼه

داسې ماسک جوړېږي چې د کرونا وايرس به پېژني

 

د میساچیوسټس انسټيټیوټ اف ټیکنالوجي او هارورډ پوهنتون ماهران د داسې ماسک په جوړولو کار کوي چې د کرونا وايرس په ليدو به څراغ لګوي او څوک به پوهوي چې شاوخوا د کرونا وايرس شته.

دوی وايي، تر دې وړاندې يې زيکا او ايبولا وايرس ته هم دغسې ماسک جوړ کړی و چې خورا بريالی و.

د دوی په خبره، اوس پر هماغه جوړ شوي ماسک کار کوي، بدلونونه پکې راولي چې دا ځل د زيکا او ايبولا پر ځای کرونا وايرس وپېژني او څراغ ولګوي.

دوی تمه لري چې که ماسک جوړ شي، نو انسانان به له يوه لوی ناروين څخه خلاص شي او په ډېره اسانۍ به کولای شي نه يوازې د کرونا له ناروغانو څخه لېرې و اوسي، بلکې هر چېرته چې د کرونا وايرس و، دوی به پوهېږي او هماغه ځای به ضد عفوني کوي.

تر اوسه نه ده مالومه چې دغه ماسک جوړول به څومره وخت ونيسي، خو ويل کېږي چې چارې يې په کش کې روانې دي.

د خوند خبره لا دا ده چې دوی وايي، دغه ماسک به بېخي ارزانه پلورل کېږي.

ترکي ساينسپوهان وايي، کرونا وژونکی ماسک يې جوړ کړی

May 31, 2020 29

د ترکيې ساينسپوهان وايي، داسې ماسک يې جوړ کړی چې په تړلو به يې نه يوازې کرونا، بلکې ټول هغه وايرسونه چې د انسان بدن ته داخلېږي، له ور رسېدو سره سم وژني.

تر دې وروسته به سپي د کرونا ناروغان پېژني

May 05, 2020 29

امريکايي څېړونکي کرونا وايرس ته د ماتې ورکولو لپاره اوس د سپو مرستې ته اړ شوي دي او وايي، هڅې يې پيل کړې دي چې داسې سپي وروزي چې وکولای شي په بويولو سره په کرونا اخته ناروغان [...]

کرونا له پرون راهيسې لس زره روسان نيولي

May 02, 2020 29

د روسيې د روغتيا وزارت وايي، له پرون راهيسې په دغه هېواد کې کرونا وايرس نهه زره شپږ سوه او درويشت تنه نيولي دي چې لويه برخه يې په پلازمېنه ماسکو کې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې