ډیورنډ فرضي کرښه او زموږ روانه جګړه
۲۷ ثور ۱۳۹۹ 464 0 نظر احسان الله ځيرک

ډیورنډ فرضي کرښه او زموږ روانه جګړه

 شننه: احسان الله ځيرک

سریزه:

د نړیوالو اړیکو او نړیوالو سیاستونو اړوند د واقعیت پالنې په مکتب کې د خپلې بقاء(Self-Survival)   یا له خپل ځان د دفاع(Self-Defense) تر سرلیک لاندې یوه نظریه موجوده، ده چې بنسټ اېښودونکی یې انګلیسي فیلسوف توماس هابز دی ورپسې بیا په وروسته کلونو کې یادې نظریې د هانس جي مورګانتا له لوري پراختیا ومونده او لنډیز یې په لاندې ډول دی:

انسان د بل انسان لپاره لېوه دی، لېوه چې داړونکي خصوصیات لري په ځنګل کې پر بل هېڅ حیوان درېغ نه کوي او د خپلو غرایزو د اشباع لپاره یې داړي.  یعنې اصلاً په ځنګل کې د حیواناتو ترمنځ د اړیکو برخلیک ټاکونکی عامل زور دی. همدا ډول یو دولت هم د بل دولت په وړاندې د لېوه حیثیت لري.  له دې کبله چې یو داسې نړیوال حکومت نشته، څو پر نړۍ حاکم انارشیک سیستم اداره او په نړۍ کې د ترسره کېدونکو تېریو او بې عدالتیو په وړاندې ځواب ووایي، دولتونه مجبور دي، څو د خپلې بقاء او ملي امنیت د ټینګښت په موخه ملي قدرت په ځانګړې توګه نظامي قدرت زیات او له دې لارې د ځان ساتنه وکړي. لنډه دا چې پر نړیوال نظام او نړیوالو اړیکو زور حاکم دی او څوک چې ډېر زورو دی؛ ډېر خوندي او ډېره ګټه هم ترلاسه کوي.

د پورتنۍ نظریې له مخې دولتونه په خپل بهرني سیاست کې د ملي امنیت او نظام په وړاندې شته بالقوه ګواښونه په ډاګه کوي او په وړاندې یې د مبارزې او مقابلې لپاره هراړخیز چمتووالی نیسي. له ډېر وخت راپه دېخوا زموږ د ملي سیاست د بحث په اډانه کې دا پوښتنې بې ځوابه پاتې شوې، چې ډیورنډ زموږ لپاره څومره اهمیت لري؟ په روانه جګړه کې د ډیورنډ فرضي کرښې د ستونزې رول تر کومه بریده دی؟ زموږ د ننۍ جګړې نور اړخونه کوم دي؟ زموږ سیاستونه د پاکستان په وړاندې په دې تېرو پنځو لسیزو کې څه و؟ دا او دې ته ورته پوښتنې په دې لیکنه کې ځوابوو.

کلیدي اصطلاحات : ډیورنډ فرضي کرښه، د پاکستان ستراتیژیک عمق پالیسي، د افغانستان څلوېښت کلن بحران.

د افغانستان د ن ننۍ جګړې عوامل

په ټوله کې زموږ نننۍ جګړه یا په بله وینا، زموږ څلوېښت کلن بحران په دوو کورنیو او بهرنیو اړخونو کې ګڼ شمېر عوامل لري، چې دلته یې هر یو ته په لنډیز اشاره کوو.

۱: کورني عوامل

په کورنیو عواملو کې پر ملي ګټو د ملي اجماع نه شتون، بېوزلي، د سواد کچې ټیټوالی، په هېواد کې متوازنې پراختیا ته نه پاملرنه؛ ژبني، توکمیز، مذهبي، قومي او جنسیتي تعصبات، د اسلام سپېڅلي دین ګڼ شمېر قرائتونه په ځانګړې توګه افراطي قرائت، د نشه یي توکو قاچاق سوداګري او په ترڅ کې یې د ناقانونه اقتصاد څرخ رامنځ ته کېدل، مافیاوي کړۍ، د افغانستان غني طبعي زېرمو ته لاسرسی دن نني بحران له عواملو ګڼل کېږي.

۲: بهرني عوامل

په بهرنیو عواملو کې درېیو اړخونو ته اشاره کولای شو:  

لومړی ګاونډي هېوادونه، دویم د سیمې او سیمې ورهاخوا هېوادونه، درېیم د نړۍ زبرځواکي او په افغانستان کې د هغوی د ګټو ټکر دغه راز د دوی د نیابتي جګړې په ډګر زموږ د هېواد بدلېدل. دا چې زموږ د بحث موضوع ګاونډي  هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان او ډیورنډ کرښه ده، نو د نورو عواملو له تشریح کولو ډډه کوو او یوازې خپل تمرکز پر پاکستان کوو، چې په لاندې توګه ورته اشاره کوو:

لومړی:پ اکستان

د پاکستان لپاره په سیمه کې د یو باثباته او له پیاوړي نظام برخمن افغانستان یو عمده تهدید ګڼل کېږي. له دې کبله یې د تاریخ په اوږدو کې د خپلې دښمنۍ او ستراتیژیکې ژورتیا د سیاست له مخې لومړی د شوروي اتحاد د تېري پرمهال د مجاهدینو اووه ګوني ډلې رامنځته او د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره یې د دوی له جګړې ملاتړ وکړ. د مجاهدینو اووه ګونو تنظیمونو له رامنځ ته کولو د پاکستان موخه دا وه څو په افغانستان کې د شوروي اتحاد له ماتې وروسته بیا د مجاهدینو له لوري یو پیاوړی نظم رامنځته نه شي او پاکستان وکولای شي پر دوی د " تفرقه واچوه، حکومت وکړه" سیاست له مخې خپل نفوذ او کنټرول وساتي. ورپسې یې طالبان رامنځ ته او تر نن ورځې یې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره وکارول او ملاتړ یې وکړ.

پر  دې سربېره، هر هېواد د خپلو موخو ترلاسه کولو لپاره مدونه بهرنۍ ستراتیژي لري او موخې پکې تعریفیږي. دې ته په کتو د افغانستان په وړاندې د پاکستان سیاست د ستراتیژیکې ژورتیا (Strategic-Depth Policy) سیاست دی، راځم دلته په لنډه توګه یاد سیاست ته دغه راز له یاد سیاست د پاکستان موخو او تعریف شویو ګواښونو ته اشاره کوم.

۱: د ستراتیژیکې ژورتیا سیاست (Strategic Depth Policy)

په نظامي ادبیاتو کې د ستراتیژیکې ژورتیا (Strategic Depth)  اصطلاح عموماً د جګړې لومړۍ کرښې سره واټن یا د جګړې شاوخوا سیمو او اصلي غیرنظامي سیمو لکه ښارونو، له ملکي وګړو ډکو او صنعتي سیمو ته ویل کېږي. لنډه دا چې د جګړې لومړی کرښه نه وي. له نظامي لحاظه د ستراتیژیکې ژورتیا سیمه هغه ځای ته ویل کېږي، چې د دښمن د برید په صورت کې اردو د شاتګ او بیا انسجام موکې په کې ترلاسه کولای شي. په غیر نظامي ادبیاتو کې ستراتیژیک عمق د یو قطب یا بلاک معنا لري، څو د مشترکو اقتصادي، فرهنګي، سیاسي، ستراتیژیکو، ایډیولوژیکو، جغرافیوي او نورو ګټو له مخې له نورو هېوادونو سره لاس یو او خپلې اصلي موخې ته، چې په پاسنیو برخو کې د دښمن کمزورې کول دي، ورسیږي.

۲: د پاکستان د ستراتیژیکې ژورتیا سیاست موخې

د پاکستان د ستراتیژیکې ژورتیا سیاست موخې دا دي، څو په افغانستان کې د یو تابع رژیم رامنځته کولو له لارې هم د ډیورنډ کرښې ستونزه هواره، هم له دې لارې د مرکزي آسیا انرژۍ او اقتصادي منابعو ته لاسرسی پیداکړي او هم د خپلو توکو د خرڅلاو لپاره په سیمه کې یو عمده بازار پیداکړي.

پردې سربېره، په افغانستان کې د هند نفوذ مخنیوي او د افغانستان بهرني سیاست تر کنټرول لاندې راوستو له لارې په سیمه کې خپلو سیاسي، ستراتیژیکو او اقتصادي موخو ته ورسیږي او په افغانستان کې د تابع رژیم له لارې د افغانستان پرېمانه ځمکنیو سرچینو دغه راز سرشاره اوبو ته لاسرسی ولري. څو له دې لارې هم اقتصادي بساینې ته ورسیږي او هم په نږدې راتلونکې کې د انرژۍ او اوبو ګواښ، چې په ډېره نږدې راتلونکې کې  به په یو عمده نړیوال ګواښ بدل شي، ځواب ووایي او لاسرسی ولري.

۳: د پاکستان ستراتیژیکې ژورتیا سیاست(Pakistan’s Strategic Depth Policy)

څرنګه چې په پیل کې مو اشاره وکړه هر هېواد د خپلې ملي بقاء او ملي امنیت په وړاندې د شته ګواښونو ارزونې او تحلیل له مخې په خپل بهرني سیاست کې یو شمېر موخې ټاکي څو د همدې موخو په ترڅ کې د هېواد ملي امنیت او ملي بقاء په وړاندې شته ګواښونو ته ځواب ووایي او ساتنه یې وکړي. پاکستان د خپل ملي امنیت او ملي بقاء په وړاندې لاندې ګواښونه او خطرونه احساسوي.

لومړی:  یو باثباته افغانستان د پاکستان لپاره بالقوه ګواښ

په ۱۹۴۷ مېلادي کال کې د برېتانوي هند یوې برخې بېلېدو او د محکوم افغانستان سره د یو ځای کېدو په ترڅ کې د نړۍ په جغرافیه کې  د پاکستان په نوم یو نوی هېواد منځ ته راغی. د دې نوي  تأسیس شوې هېواد لپاره په ګاونډ کې دوه عمده ګواښونه، چې د یاد هېواد بقاء یې ننګوله موجود وو:

 لومړی د یو باثباته او پیاوړې افغانستان شتون، چې له روسیې وروسته په سیمه کې تر ټولو لوی قدرت و. دویم هند، چې یو څه په لړزېدونکې حالت کې بیا هم د پاکستان لپاره عمده ګواښ بلل کېده. د باثباته افغانستان شتون ځکه د پاکستان لپاره یو عمده ګواښ و، چې کولای یې شول د ډیورنډ فرضي کرښې په له منځه وړلو سره د محکوم افغانستان خاوره له خپل ځان سره مل او د هغوی اوسنۍ جغرافیوي بقاء وګواښي. هند هم په ورته ډول له پاکستان سره د کشمیر مسئلې او ختیځ پاکستان(اوسني بنګلادېش) په تړاو ستونزې درلودې، چې د پاکستان د بقاء په وړاندې یو ګواښ و.

۵: د پاکستان په وړاندې زموږ معاصر سیاستونه

د سیاست یوې مشهورې مقولې له مخې: " د سیاست په ډګر کې دایمي دوست او دښمن شتون نه لري، بلکې دایمي ګټې تر ټولو لومړی او اهمیت لري. " هر هېواد په خپل بهرني سیاست کې د همدې دایمي ګټو پر بنسټ د دوست او دښمن تعریفوي او د خپل بهرني سیاست لپاره موخې ټاکي او د یادو موخو ترلاسه کولو لپاره مدونه بهرنۍ پالیسي رامنځ ته کوي. په ډېر تأسف سره، چې په دې وروستیو کلونو په ځانګړې ډول په ۹۰ یمه مېلادي لسیزه کې د افغانستان نظام له پاشل کېدو وروسته، موږ  نه په خپل بهرني سیاست کې تعریف شوی دوست او دښمن لرو او نه هم داسې مدونه او سیستماتیکه ستراتیژي لرو څو وکولای شو د هغې له لارې د هېواد په وړاندې شته بهرنیو ګواښونو ته ځواب وویل شي او له شته امکاناتولارو چارو په ګټې اخېستنې خپله ملي بقاء تضمین کړو.

۶: په روانه جګړه کې د ډیورنډ کرښې رول

هېوادونه د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره نن ورځ له مخامخ جګړې نه بلکې له نیابتي جګړې کار اخلي. دوی په یو هېواد کې په کور د ننه هغه نیابتي عناصر روزي، پالنه، ملاتړ او تمویل یې کوي چې د خپل هېواد په په ورانولو او د دښمن حکومت تر فشار لاندې راوستلو په برخه کې ترې ګټه اخلي.

لکه څرنګه چې په پیل کې مو هم یادونه وکړه، پاکستان د خپلو نیابتي عناصروډلو له لارې څلوېښت کلونه کېږي، له موږ سره د غیرمستقیمې جګړې ډګر ګرم ساتلی دی. له دې لارې غواړي څو موږ تر خپل فشار لاندې راولي او د ستراتیژیک عمق سیاست عمده غوښتنو، چې عبارت دي له: د ډیورنډ په رسمیت پېژندل، په افغانستان کې د پاکستان د خوښې حکومت له لوري د چارو واګې ترلاسه کول او له دې لارې د افغانستان کورني او بهرني سیاست کنټرول، چې په پایله کې یې له هند سره د افغانستان اړیکې خورا پېکه او پاکستان د هند د نفوذ مخه ونیسي، بلاخره د افغانستان له طبعي منابعو په ځانګړې توګه له اوبو څخه د پاکستان وړیا ګټه اخېستنه هغه نامشروع او غیرمعقولې غوښتنې دي، چې پاکستان یې له تېرو څلوېښتو کلونو راپدېخوا د افغانستان په وړاندې د خپل بهرني سیاست په اډانه کې تعقیبوي.

له دې ټولو سره سره، څرنګه چې پورته مو یادونه وکړه د پاکستان غوښتنه یوازې د ډیورنډ په رسمیت پېژندل نه دي، بلکې نورې غیر معقولې غوښتنې هم لري. که چېرې موږ د ډیورنډ کرښه په رسمیت وپېژنو پاکستان مو بیا هم خپل هوسا او ارام ژوند ته نه پرېږدي. نو پکار ده، څو د خپل نظام پیاوړتیا په ځانګړې ډول د ملي امنیتي ځواکونو په لیکو کې پراخ اصلاحات رامنځ ته، اردو مو ماډرانیز او د وخت له غوښتنو سره برابره کړو( په دې اړه به په راتلونکې لیکنه کې بحث وکړو)، چې په پایله کې یوازې او یوازې د نظامي زور او بالمثل اقدام له لارې کولای شو، پاکستان زموږ روا غوښتنې ( دولت په دولت اړیکو پاللو) ته په غاړه اېښودو مجبور کړو.

پایله:

پایله دا اخېستلای شو، چې د هېوادونو بقاء یوازې د هغوی په نظامي زور او له دې لارې په بهرني او کورني محیط کې د هر ډول شته ګواښونو په وړاندې د جدي اقدام او بالمثل عمل له لارې خوندي کېدلای شي. اړتیا ده چې خپلې نظامي وړتیاوې لوړې او په امنیتي، دفاعي، کشفي او استخباراتي برخو کې پراخ اصلاحات رامنځ ته او یاد بنسټونه پیاوړي کړو، څو د دښمن د بالقوه ګواښونو په وړاندې ځواب ووایو او د جګړې پوتانشیل یې له منځه یوسو.

منابع:

۱: بي بي سي فارسي

۲: اژانس خبری پژواک

 

ايا ظلم د انساني هوس توليد نه دى؟

May 17, 2020 29

په قراني اياتونو او د علماوو په خبرو کې د انسان فضليت او مزموميت دواړه بيان شوي دي. په ټوله کې انسان د مخلوقاتو اشرف، باکرامته او پر تعقل ښکلى موجود ښودل شوى. انسان د ځمکې پر مخ [...]

د تشدد او عدم تشدد مبارزاتو پرتله یيز تحليل

May 10, 2020 29

دواړه پديدې د عدم په کلمه له يوې بلې جلا شوي دي، ګنې يوه کړنه ده؛ مکاني او زماني ټولنيزو توپيرونو ته په پام سره ورته پايلې لري او د پېښېدو د حالاتو ترمنځ یې ډېر کم توپیر دى.

د دولتي ځمکو ثبت؛ د حکومت د ملي برنامو او ټول‌ګټو پروژو د تطبيق غوره لار

May 06, 2020 29

په شپېتمه لسيزه کې د عليحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په هېواد کې د کرنيزو ځمکو د ثبت لپاره هڅې پيل شوې او تر يوې لسيزې پورې ۳۴ سلنه کرنيزه ځمکه په ابتدایي توګه سروې او ثبت [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې