د تشدد او عدم تشدد مبارزاتو پرتله یيز تحليل
۲۱ ثور ۱۳۹۹ 561 0 نظر تحلیل: څارنوال عمر شفيق

د تشدد او عدم تشدد مبارزاتو پرتله یيز تحليل

تحلیل: څارنوال عمر شفيق

دواړه پديدې د عدم په کلمه له يوې بلې جلا شوي دي، ګنې يوه کړنه ده؛ مکاني او زماني ټولنيزو توپيرونو ته په پام سره ورته پايلې لري او د پېښېدو د حالاتو ترمنځ یې ډېر کم توپیر دى.

تشدد د عربي ژبې کلمه ده؛ د قهر، غوسې، سختۍ او د تاوتريخوالي اړوند مفاهيمو لپاره کارول کېږي.

که د ټولنيز برداشت له مخې تعريف شي؛ د انسان هغه عمل تشدد بللى شو، چې يو شمېر بهرنيو عواملو يې په ترسره کولو مجبور کړى وي. په دې ځای کې بهرني عوامل مجبوريتونه او شخصي غرایز دواړه کېدلى شي.

که پام وشي؛ انسان ذاتاً متشدد نه دى پيدا شوى. انسان تر ټولو مخلوقاتو باکرامته، ظريف او لطيف مزاج لري. انسان کې لوى خداى پاک داسې معيارونه او ځانګړنې اچولي دي؛ که چېرې بشري  ټولنيز ژوند کې په بشپړه توګه پام کې ونيول شي، د ډېرو ټولنيزو ناخوالو مخنيوى کېدلى شي. دا چې ولې دا ځانګړنې او معيارونه پام کې نه نيول کېږي؛ جلا بحث دى، خو عمده لامل يې پر انسان د نفسي او شخصي غرايزو غلبه کېدلى شي.

د بشري تاريخ په اوږدو کې داسې خلک هم ليدل شوي دي، چې ياده بشر دښمنه پديده يې رټلي او مردوده بللې ده. بېلګې يې د کفري نړۍ هغه پوهان دي، چې سياسي نظامونه يې د ټولنو د عامه خير ښېگڼو متضمن ګڼلي دي. هغه ډول شخصي ملکيت او شتمني چې عامه ګټې زيانمنوي او ټولنيز عدالت ټکنى کوي؛ د دوى په اند ټولنه کې بې نظمي راولي او نورو ناخوالو ته لاره هواروي.

همدارنګه د اسلام په تاريخ کې محمد صلى الله عليه وسلم د نفسي او شخصي غرايزو چې انسان د ډېر مال او جايداد راټولولو ته هڅوي مخالف دريځ درلود. هغه مبارک ټولنه کې د شتمنۍ وېش مهار کړى و؛ له مالدارو يې راټولوله او په نادارو يا غريبو يې وېشله.

پورته بېلګو ته په کتو ځينې انسانان برعکس په دومره کچه نفسي غرايز پالي، چې بشري ټولنيز ژوند کې يې د نورو ډېرو پديدو تر څنګ د تشدد او عدم تشدد پديدې هم زیږولي دي.

زموږ په ټولنه کې د تشدد پديده له هغه بلې ډېره برجسته ده. دلته د نړۍ زبرځواکونو تشدد کړى دى، کورنيو واکدارانو کړى دى او حتى د کليو او بانډو زورواکان هم په دې بدمرغه او انسان دښمنه تياره کې ورک دي. خلک يې دومره رټلي او دردولي دي، چې خداى پاک به څه ورسره ونه کړي!

ځکه خداى پاک ته لومړۍ لويه او نه بښونکي ګناه شرک دى او دويم نه بښونکى عمل د انسانانو ځورونه او پر هغوى تشدد دى.

د تشدد ډېرى قرباني وګړي پښتانه دي، له سکندر مقدوني نيولي تر نن پورې پښتون قوم تر شديد تشدد لاندې ژوند تېروي.

که ووایو، چې زموږ په ټولنه کې تشدد يو ډېر تکراري عمل دی، سم به مو ویلي وي.

مخکې مو وويل چې تشدد او عدم تشدد جغرافيوي او ټولنيزو شرايطو ته په پام سره په متفاوت ډول اغېزې لرلى شي. يانې کله چې يو انسان، ډله او يا زبرځواک د تشدد لاره نيسي؛ پايلې او اغېزې يې جغرافيوي شرايطو ته په پام د خلکو د ټولنيز شعور له تناسب سره محسوسيږي.

ځينې ټولنې مېړانه کوي، د تشدد د دوام مخه ډب کوي او نه پرېږدي چې متشدد عناصر پايښت ومومي. دلته کولى شو، چې د بلوچستان له جغرافيې او بلوڅ قوم څخه د بېلګې په توګه يادونه وکړو؛ بلوچستان چې د پاکستان په لوېديځ کې پرته سيمه ده. د تاريخ په اوږدو کې د ايران او هند د نفوذ حوزو کې پاتې شوي او په ۱۸۷۰ زيږديز کال کې د ايران او هند تر منځ رسماً ويشل شوي وه. بلوچستان د پاکستان ۴۴ سلنه خاوره جوړوي، معدنونه او د ګازو لويې زيرمې لري.

که څه هم دا سيمه د ايران او هند تر منځ ويشل شوي وه. خو په ۱۹۴۷ زيږديز کال کې چې کله پاکستان له هند څخه بېل شو؛ بلوچستان هم په ۱۹۴۸ زيږديز کال د مارچ په ۲۷ مه پاکستاني پوځ په زور ونیوه.

بلوڅان د پاکستان د زور پر وړاندې ودرېدل او په تدريجي ډول يې د بېلتون غوښتنې لاره ونيوه. بلوڅ بېلتونپالو د نواب اکبر بګټي تر مشرۍ لاندې د بلوڅ ازادۍ غوښتنې منظم غورځنګ رامنځته کړ.

بګټي له پاکستاني رياست څخه بلوڅ انسان ته د فطري حقوقو غوښتنه کوله.

ياد بلوڅ ملتپال مبارز اکبر بګټي د ۲۰۰٦ زيږديز کال د اګست په ۲٦ مه د پاکستاني پوځ لخوا هغه مهال د ډېره بګټي او کوهلو تر منځ د ترتاني سيمه کې وروسته له هغه ووژل شو، چې له پاکستاني ولسمشر پرويز مشرف سره يې د حقوقو غوښتنې مذاکرات ناکام شول.

د بګټي له مرګ وروسته د ده زوي برامداغ بګټي د غورځنګ مشري واخيسته او دا مهال د بګټي لمسى زين بګټي د بلوڅ ملتپال او بېلتونپال آزادي غوښتونکي غورځنګ مشري کوي. زین بګټي د بلوڅانو وسلواله مبارزه د خپلې برحقې آزادۍ د تر لاسه کولو لپاره د ریاست پر وړاندې رهبري کوي، چې له امله يې پاکستانی پوځ په بلوچستان کې ډېر تګ راتګ او هلته ډېره لاسوهنه نه شي کولى.

زموږ بحث د تشدد او عدم تشدد د مبارزاتو پرتله ييز تحليل دى؛ د تشدد کرېکټر د بلوڅو بېلتونپالو د وسلوالې مبارزې په تداوم کې لټوو، ځکه بلوڅ بېلتونپال وسلواله مبارزه کوي او د پاکستاني رياست هدفونه ننګوي، چې دلته د تشدد (وسلوالې مبارزې) پايلې محسوسيږي، خو د موضوع بل اړخ د عدم تشدد فلسفه ( د پښتنو د آزادي غوښتنې لاره) د پښتنو سوله ييزه مبارزه کې ګورو او بيا يې اغېز او پايلې له تشدد سره تر پرتلې وروسته محسوسېدلى شي.

 

اصلاً د عدم تشدد فلسفه له انساني فطرت سره جوړه ده؛ ځکه انسان، ډله او ځواک چې د خپلو نفسي غرايزو په تيارو کې ډوب نه وي حالت يې بشپړ نارمل او نامتشدد دى. هېڅوک نه شي ثابتولى چې انساني ذاتي معيارونو او ارزښتونو ته ژمن انسان، ډله او ځواک دې متشدد واوسي.

خان عبدالغفار خان چې په پاچاخان، فخر افغان او نورو لقبونو ياديږي او د اسلامي نړۍ ستر مسلمان مبارز و.

پښتنو مبارزينو ته د عدم تشدد لاره د هغه میراث دی. پاچاخان رح په داسې جغرافیه او اوضاع کې زيږېدلى دى، چې انګريزي ښکېلاک پرې زیات اغېز درلود؛ په داسې حالت کې د عدم تشدد فکر ځان کې روزل يو ډول معجزه ده.

پاچاخان رح د درسونو له تکميل سره سم د خپلو خلکو منسجمولو او د انګريزي استعمار پاى ته رسولو ته توجه وکړه. په ۱۹۱۰ زيږديز کال کې يې خپله سيمه اتمانزو کې ديني مدرسه جوړه کړه. يادې مدرسې له ښوونې - روزنې ور اخوا د مبارزې لارې ته هم سمون او چټکتيا ورکوله. انګريزي استعمار د خطر په سترګو ورته کتل او په ۱۹۱۵ زيږديز کال کې يې مدرسه بنده او پاچاخان رح يې هلته له خپلو خلکو سره له ناستې ولاړې منع کړ. انګېرل کېږي، چې له هغه وروسته يې د استعمار پر وړاندې منظمه مبارزه پيل کړه.

پاچاخان رح له انګريزانو څخه د بشپړې خپلواکۍ تر لاسه کولو په خاطر له هندي مشر مهاتماګاندي سره چې د عدم تشدد فسلفې لاروی و ملګرى شو. دوى دواړو ډېرې ستړې وګاللې او بالاخره له اوږدې مبارزې وروسته انګريزي استعمار مات او بريتانوي هند د ګاندي په مشرۍ خپلواکي تر لاسه کړه. له بده مرغه انګريزانو د هند خپلواکي داسې ومنله، چې څنګ کې يې لکه د اچارو ډبى داسې يو هېواد رامنځته کړ. اچارو ډبي کې دومره توکي اچول شوي وي، چې شمېر يې نه کېږي. پاکستان هم کټ مټ د اچارو ډبي ته ورته دی. نه خپله جغرافيه لري نه يوه ژبه لري، نه قوم، نه يو نژاد او نه يو ملت لري.

په زور يې د بېلابېلو ژبو، نژادونو او فرهنګونو وګړي سره ټول کړي دي او په بندو مريو پرې د ميرے پاکستان تيرے پاکستان ډنډوره غږوي.

پاچاخان رح د عدم تشدد فلسفې لاروی له انګريز وروسته پاکستاني رياست سره مبارزه کې شو. رياست کټ مټ د استعمار کاپي ده، له پيله يې د سيمې له ټولو استخباراتي چينلونو سره تارونه نښلولي، د پښتون قوم واحد وجود د وېش لپاره يې ټولې استخباراتي شبکې د پښتنو په جغرافيه کې فعالې کړي دي او پښتنو کې يې د آزادۍ غوښتنې روحيې د وژنې لپاره له هېڅ ډول تشدد او ظلم څخه دريغ نه دى کړى.

د بشري ژوند له پيل څخه تر پايه پورې د تشدد توجيه نه شي کېدلى. ځکه پورته مو ياده کړه، چې تشدد د انساني فطرت برعکس او عدم تشدد يې برابر عمل دى، خو يو لامل چې انسان، ډله او ځواک تشدد  ته تحريکوي؛ هغه د شته تشدد د خنثى کولو او مخنيوي روحيات، ولولې او جذبات دي؛ پاچاخان رح دغه ولولې او جذبات پر تشدد تعبير کړي دي او د عدم تشدد لاره يې ځکه غوره کړي وه!

په ۱۹۴۷ زيږديز کال کې د جون په ۳ مه انګريزي استعمار له هند څخه د وتلو اعلان وکړ او ورسره جوخت د همدې مياشتې په ۲۱ مه د پښتنو دريو سياسي ګوندونو (خدايي خدمتګارانو، جمعيت علماى سرحد او زلمي پښتون) د پښتونخوا د بنو په تاريخي ښار کې لويه جرګه را وبلله. جرګه کې خبرې وشوې او وروسته د جرګې ټولو ګډونوالو په يوه غږ وويل چې پښتانه د جمهوريت په اډانه کې د يوه خپلواک پښتون نظام رامنځته کول غواړي، له هند او یا پنجاب سره نه پاتې کېږي.

له بده مرغه د انګريزي جاسوسانو لخوا جرګه سبوتاژ شوه او د وياړلي مشر ميرزاعلي خان وزير (ايپي فقير) او پاچاخان (فخر افغان) تر منځ اختلاف راغى. د ميرزاعلي خان اند دا و، چې د جنګ له پېښېدو سره سره باید له پنجاب څخه تر سِند سيند پورې ټول ملحقات جلا شي. خو پاچاخان رح له جناح سره پر کړي ژمنه ولاړ و. هغه ويل جناح راسره ژمنه کړي، چې تر مارګلې پورې خاوره او واک به پښتانو سره وي. پاچاخان رح په داسې حساس او برخليک ټاکونکي وخت کې د مهاتماګاندي په پلنيوي د عدم تشدد په لاره روان شو او کله يې چې په ۱۹۴۸ زيږديز کال کې له جناح څخه د ژمنې پوره کول وغوښتل جناح زنداني کړ.

پاچاخان له زندان تېرولو وروسته هم د عدم تشدد فلسفه روانه وساتله او هېڅ يې غوسه ونه پارېده. په داسې حال کې چې د پښتنو پر سوله ييزو جرګو تشدد ادامه درلوده. په ۱۹۴۸ زيږديز کال د اګست په ۱۲ مه پنجابي رياست د بابړې غميزه رامنځته کړه شاوخوا ٦۰۰ بې ګناه پښتانه يې شهيدان کړل. د ټکر غميزه د مردان سيمه کې رامنځته شوه، د اوډي ګرام غميزه، د خيسورۀ غميزه، د سپين تنګي غميزه، د خوست مغولګي غميزه او په ۱۹۷۳ زيږديز کال کې د لياقت باغ غميزه رامنځته شوه، چې پنجاب ايالت کې په سلګونو خدايي خدمتګاران د پنجابي رياست لخوا پکې شهيدان شول. بیا هم پښتنو د عدم تشدد لکۍ نیولي وه، ټول لر او بر پښتون قوم د شته تشدد پر وړاندې د ټوپکو او تورو سره راپورته نه شو.

دا چې هغه وخت تشدد له عدم تشدد څخه ډېر اغېز درلودلى شو. پښتنو باید له ریاست سره وسلواله مبارزه کړي وی. ځکه بلوڅانو وسلواله مبارزه کوله، بلوچستان کې د ریاست کړنې نسبت پښتونخوا ته محدودې دي او له بلوڅانو سره نسبت پښتانو ته د ریاست برخورد ډېر توپير لري. يانې پښتانه په عدم تشدد کې دومره ځورول شوي او وژل شوي دي، چې بلوڅان په تشدد کې هغومره نه دي وهل شوي او وژل شوي. ثابته ده، چې هيچا له متشددو زبرځواکونو څخه له ښکاره زور پرته خپلواکۍ نه دي تر لاسه کړي. عدم تشدد د يوه نظام په د ننه کې د مدني حقوقو د تر لاسه کولو لپاره غوره لاره ده، خو د استعمار او انحصار زولنې د نړۍ په ټول تاريخ کې سرو انقلابونو ماتې کړي دي.

د عدم تشدد د مبارزې لړۍ ډېره پيکه ده او دومره اوږد مهاله عدم تشدد نامیندونکي پایلې لري. زه په بشپړ ډاډ سره وايم، چې پښتنو آزادي غوښتونکو زرين فرصت له لاسه ور کړى دى. کېدلى شي، بلوڅ بېلتونپال هم د پښتنو عدم تشدد فلسفې يوه اندازه بې انګېزې کړي وي.که نه اوس به هغوی خپلواک بلوچستان درلودلی. همدارنګه که پښتانه له رياست سره مداومه جګړه او وسلواله مبارزه پيل کړي. ریاست بوخت وساتي او د عدم تشدد ناپایه سندره پای ته ورسوي، کابل کې د ریاست لاسوهنه کمېږي او نظام ځواکمنېږي. بیا يې وګورئ، چې عدم تشدد او که تشدد ملتونو ته آزادي ورکوي.

ايا ظلم د انساني هوس توليد نه دى؟

May 17, 2020 29

په قراني اياتونو او د علماوو په خبرو کې د انسان فضليت او مزموميت دواړه بيان شوي دي. په ټوله کې انسان د مخلوقاتو اشرف، باکرامته او پر تعقل ښکلى موجود ښودل شوى. انسان د ځمکې پر مخ [...]

ډیورنډ فرضي کرښه او زموږ روانه جګړه

May 16, 2020 29

د نړیوالو اړیکو او نړیوالو سیاستونو اړوند د واقعیت پالنې په مکتب کې د خپلې بقاء(Self-Survival)   یا له خپل ځان د دفاع(Self-Defense) تر سرلیک لاندې یوه نظریه موجوده، ده چې بنسټ اېښودونکی یې [...]

د دولتي ځمکو ثبت؛ د حکومت د ملي برنامو او ټول‌ګټو پروژو د تطبيق غوره لار

May 06, 2020 29

په شپېتمه لسيزه کې د عليحضرت محمد ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال په هېواد کې د کرنيزو ځمکو د ثبت لپاره هڅې پيل شوې او تر يوې لسيزې پورې ۳۴ سلنه کرنيزه ځمکه په ابتدایي توګه سروې او ثبت [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې