تر دې وروسته به سپي د کرونا ناروغان پېژني
۱۷ ثور ۱۳۹۹ 159 0 نظر سرخط ورځپاڼه

تر دې وروسته به سپي د کرونا ناروغان پېژني

 

امريکايي څېړونکي کرونا وايرس ته د ماتې ورکولو لپاره اوس د سپو مرستې ته اړ شوي دي او وايي، هڅې يې پيل کړې دي چې داسې سپي وروزي چې وکولای شي په بويولو سره په کرونا اخته ناروغان وپېژني.

دوی وايي، د سپيانو روزنه به درې اوونۍ وخت واخلي او تر دريو اوونيو وروسته به سپي په کرونا د اخته کسانو د ميتازو، ناړو، وينې او ساه په بويولو سره پوهېږي چې په کرونا اخته دی.

همدا اوس د پنسلوانيا په سکول اف ویټرنري میډیسن کې اته سپي تر روزنه لاندې دي چې څه کم درې اوونۍ وروسته به روزل شوي وي.

د پنسلوانيا پوهنتون يو پروفيسر ډاکټر سنتھیا اوټو وايي، سپي کولای شي حيرانوونکي لوی کارونه وکړي.

دی وايي، که سپي د کرونا د ناروغانو پېژندنې ته را وايستل شي، په دې توګه به هغه کسان په اسانۍ وپېژندل شي چې په کرونا اخته وي، خو نښې نښانې يې نه لري.

دغه ډله کسان يوازې نور کسان په کرونا اخته کوي.

په امريکا کې تر اوسه يو ميليون کسان په کرونا اخته شوي او اته شپېته زره تنه ورڅخه مړه شوي دي.

ترکي ساينسپوهان وايي، کرونا وژونکی ماسک يې جوړ کړی

May 31, 2020 29

د ترکيې ساينسپوهان وايي، داسې ماسک يې جوړ کړی چې په تړلو به يې نه يوازې کرونا، بلکې ټول هغه وايرسونه چې د انسان بدن ته داخلېږي، له ور رسېدو سره سم وژني.

داسې ماسک جوړېږي چې د کرونا وايرس به پېژني

May 17, 2020 29

د میساچیوسټس انسټيټیوټ اف ټیکنالوجي او هارورډ پوهنتون ماهران د داسې ماسک په جوړولو کار کوي چې د کرونا وايرس په ليدو به څراغ لګوي او څوک به پوهوي چې شاوخوا د کرونا وايرس شته.

کرونا له پرون راهيسې لس زره روسان نيولي

May 02, 2020 29

د روسيې د روغتيا وزارت وايي، له پرون راهيسې په دغه هېواد کې کرونا وايرس نهه زره شپږ سوه او درويشت تنه نيولي دي چې لويه برخه يې په پلازمېنه ماسکو کې دي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې