کرونا له پرون راهيسې لس زره روسان نيولي
۱۴ ثور ۱۳۹۹ 277 0 نظر سرخط ورځپاڼه

کرونا له پرون راهيسې لس زره روسان نيولي

 

 

د روسيې د روغتيا وزارت وايي، له پرون راهيسې په دغه هېواد کې کرونا وايرس نهه زره شپږ سوه او درويشت تنه نيولي دي چې لويه برخه يې په پلازمېنه ماسکو کې دي.

 

د روسيې د روغتيايي چارواکيو په خبره، په دې توګه هلته په کرونا د اخته کسانو شمېر

يو سل او درويشت زره او څلور پنځوس تنو ته پورته شو.

 

له پرونه راهيسې په روسيه کې اووه پنځوس تنه د دغه وايرس له امله شوي او په دې توګه له کرونا د مړو شويو روسانو شمېر دوولس زره او دوه ويشتو تنو ته ختلی.

 

حکومت پرله‌پسې خلکو ته خبرداری ورکوي چې له کورونو دې نه راوځي او يوازې د خوراکي توکيو پلورنځيو ته يې د لږ فعاليت اجازه ورکړې ده.

ترکي ساينسپوهان وايي، کرونا وژونکی ماسک يې جوړ کړی

May 31, 2020 29

د ترکيې ساينسپوهان وايي، داسې ماسک يې جوړ کړی چې په تړلو به يې نه يوازې کرونا، بلکې ټول هغه وايرسونه چې د انسان بدن ته داخلېږي، له ور رسېدو سره سم وژني.

داسې ماسک جوړېږي چې د کرونا وايرس به پېژني

May 17, 2020 29

د میساچیوسټس انسټيټیوټ اف ټیکنالوجي او هارورډ پوهنتون ماهران د داسې ماسک په جوړولو کار کوي چې د کرونا وايرس په ليدو به څراغ لګوي او څوک به پوهوي چې شاوخوا د کرونا وايرس شته.

تر دې وروسته به سپي د کرونا ناروغان پېژني

May 05, 2020 29

امريکايي څېړونکي کرونا وايرس ته د ماتې ورکولو لپاره اوس د سپو مرستې ته اړ شوي دي او وايي، هڅې يې پيل کړې دي چې داسې سپي وروزي چې وکولای شي په بويولو سره په کرونا اخته ناروغان [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې