د هندي سېنما مشهور ستوری عرفان خان ومړ
۱۰ ثور ۱۳۹۹ 184 0 نظر سرخط ورځپاڼه

د هندي سېنما مشهور ستوری عرفان خان ومړ

 

د هندي سېنما مشهور فلمي ستوری عرفان خان د درې پنځوس کالو په عمر، نن د ورپېښې ناروغي له امله ومړ.

دی له څه مودې راهيسې د سرطان په ناروغي اخته و او روانه اوونۍ يې حالت خراب شوی و، خو نن يې د ممبيي په يوه روغتون کې سترګې پټې کړې.

ده په سلم ډاگ ملینیر، لايف اف هايي، د امیزنگ سپایډر مېن، هندي میډیم، لنچ باکس او پیکو فلمونو کې ناياب رول لوبولی و.

د هندي سېنما پاتې فلمي ستوري د عرفان خان مړينه د دغې سېنما لپاره لويه تشه ګڼي او وايي، په سختي به دغه تشه ډکېږي.

د هندي سېنما پاچا اميتاب بچن وايي، سر له اوسه يې عرفان خان يادېږي او دا چې څه به کېږي، نه پوهېږي.

په لاس کې مو دا نښه شته؟

May 26, 2020 29

د ښي لاس ورغوي ته مو وګورئ، که مو د ورغوي له ليکو، لکه د انګلېسي M دغسې نښه جوړېده، نو پوه شئ چې تاسې بې جوړې او ناياب انسان ياست.

يوه هندي يې ښځه په مار چيچلې

May 26, 2020 29

د هند په کيراله ايالت کې يوه سړي خپله سکنۍ مېرمن په مار چيچلې او بيا پوليسو نيولی دی.

مديحه ارم؛ چې نن يې يوې سواليې ژوند ژغورلی

May 22, 2020 29

مديحه ارم د پاکستان په حکومتي هوايي شرکت پي‌ای‌اې کې د ايرهوسټس په توګه کار کوي او ټاکل شوې وه چې نن په هغه بدبخته الوتکه کې کراچۍ ته سفر وکړي چې تر سلو د زياتو کسانو وجودونه [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې