زلمي خليل‌زاد ته!
۴ حمل ۱۳۹۹ 1427 0 نظر  عمر شفيق

زلمي خليل‌زاد ته!

 عمر شفيق

وايي د خليلزاد پلرنى ټاټوبى شين لغمان دى. پلار يې د ظاهر شاه بابا په وخت کې دولتي مامور و. د دندې لپاره مزارشريف ته لاړ او خليلزاد هم همالته په ۱۹۵۱ زيږديز کال کې وزيږېده.

لومړنۍ زدکړې يې کابل د غازي په نوم ليسه کې تر سره کړي دي، چې دولتي مدرسه ډوله ليسه وه. وروسته يې د لبنان بيروت امريکايي پوهنتون کې د ليسانس او فوق ليسانس دورې بشپړې کړي دي او PhD يې د امريکا شيکاګو پوهنتون کې تکميل کړي ده.

خليلزاد ۱۹۸۵ زيږديز کال کې د امريکا د وخت ولسمشر رونالډ ريګن سره چې د روسانو پر وړاندې يې د مجاهدينو ملتيا کوله؛ د افغانستان لپاره کار کاوه. د جهاد پر وخت يې د مجاهدينو او ريګن تر منځ اړيکې قايمولې او دغه شان يې ريګن ته نېکې مشورې ورکولې.

خليلزاد مجاهدين مطلق بريالي کړل او روسان يې له افغانستان څخه وشړل، د افغانستان وروستي ولسمشر ډاکټر نجيب الله حکومت يې نسکور کړ او خپل پلرنى هېواد يې شنو او وږو لېوانو ته پرېښود. خليلزاد بېرته ورک شو او د کولمبيا په يوه پوهنتون کې په تدريس بوخت شو. خليلزاد خپل پلرنى هېواد پاک هېر کړ. نه يې ريګن ته وويل، چې افغانستان رغونې ته اړتيا لري او نه يې له مجاهدينو سره د يوه ځواکمن نظام په جوړولو کې همکاري وکړه.

د افغانستان خاوره او ملت لسيزو بدبختيو او د مجاهدينو خپلمنځي جګړو وځپلو بې حيثيته يې کړ او هر څه لولپه شول. خليلزاد افغان او د شنه لغمان اوسېدونکي ته خپل پلرنى هېواد او خپل جنګځپلي هېوادوال خوب کې هم ورياد نه شول. خداى چې دا سړى ولې دومره په زړه سخت دى!؟

زه خو وايم، که چېرته له مرګ وروسته د نړۍ په اړه فکر کېږي، زما فکر به بيا هم د خپل هېواد او خپلو هېوادوالو پر خوا وي. سمه ده، انسان ډېرې غوښتنې لري، خو لومړی په ټوله کې د انسانانو او بيا د خپلو هېوادوالو دومره ذليل حال ليدل هم سخته او ناهېرېدونکي چاره ده؛ لکه په هغه بهير کې چې پر افغان خاوره تېرېده.

خليلزاد ته خپل هېواد دويم ځل د ۲۰۰۱ زيږديز کال د سپټمبر له ۱۱ مې پېښې وروسته ور ياد شو او د دې پېښې وروسته د بوش په اداره کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى وټاکل شو.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي له حکومت سره يې د امريکا چارې پر مخ وړې. د کرزي صاحب له حکومت څخه نيولي تر اوسه نه لږ وړاندې مودې پورې يې ډېر څه په خپل کتاب (استازي) کې په معکوس ډول بيان کړي دي. 

کله چې د ۱۳۹۷ لمريز کال وروستيو مياشتو کې د امريکايانو او طالبانو تر منځ د اتلس کلنې جګړې د پاى ته رسولو په موخه مذاکرات پيل شول، خليلزاد افغان دغې مذاکراتي بهير ته د امريکايانو لخوا ځانګړى استازى وټاکل شو. مذاکراتي بهير اوږد وخت ونيو، خليلزاد پاکستان، چين، قطر، افغانستان او ځينې نورو هېوادونو ته تکراري سفرونه وکړل. اوازې شوې، چې د اړخونو تر منځ هوکړه ليک لاسليک کېږي، خو بيا خبره د امريکا اوسني ولسمشر ټرمپ ګډوډه کړه.

خليلزاد افغان د خپل هېواد درد نيولى و ، ارام يې ونه کړ؛ لکه چې بيا يې امريکايانو په ځانګړي ډول ټرمپ ته قناعت ورکړ. مذاکرات بيا د دويم ځل لپاره پيل شول. دا ځل نو خبره بيخي خلاصه وبلل شوه. ځکه خلکو فکر کاوه، چې دواړه اړخونه افغانان دي، خليلزاد که د امريکا استازى دى، په عين حال کې افغان هم دی، خپل هېواد او هېوادوالو ته نيک نيت لري او پر خپل هېواد او ملت يې زړه درد کوي، طالبان چې لږ ډېر غوسه ناک دي، قناعت به ورکړي، خليلزاد خو هوښيار سياستوال دى، ډېره تمه ترې کېدله.

بالاخره دغې مذاکراتي بهير نهه پړاونه طى کړل او د ۱۳۹۸ لمريز کال د کب مياشتې په ۱۰ مه نېټه هوکړه ليک د خليلزاد افغان او د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا برادر لخوا لاسليک شو.

افغانانو يقين درلود، چې نور هېواد کې جنګ ختمه ومونده او يوه تلپاتې سوله به راشي. خلک څه پوهېدل، چې کيسې نورې دي. هوکړه ليک دومره خبرې وزېږولې، چې خلک يې لېوني کړل. يو هوکړه ليک رسنيو هماغه وخت خپور کړ، چې نسبتاً ښه و، خو وروسته امريکايي رسنيو وويل چې هوکړه ليک نور زامنګي هم لري.

خبره د خليلزاد کوو، خليلزاد له هوکړه ليک وروسته کله، پاکستان ته ځي، کله قطر ته ځي، کله چين ته، کله افغانستان ته راځي. افغانستان کې کله له عطا محمد نور سره ناسته کوي، کله جنرال دوستم سره، کله ډاکټر عبدالله سره، کله همايون همايون سره، کله ظاهر قدير سره، کله عبدالرحيم ايوبي سره، کله لالي حميدزي سره، کله غازي نواز تڼي سره او کله له يوه او کله له بل سره.

خليلزاد کله له موجوده حکومت نه ملاتړ اعلانوي او کله د همه شموله حکومت ملاتړ کوي او ټينګار کوي، چې افغانستان کې د داسې حکومت ملاتړ کوو، چې ټول اړخونه پکې شامل وي. سهي ده، هېڅ افغان نه وايي، چې حکومت کې دې يوه کورنۍ او يا يوه ډله داخله وي، هر افغان د قانون له مخې د افغانستان په اداره کې د کار کولو حق لري، همه شموله حکومت ښه دى، طالبان دې هم راشي، حکومت کې دې برخه واخلي، هېڅ افغان د طالبانو له راتګ سره مخالفت نه لري، بلکې د هر افغان ستره هيله ده، خو داسې نه چې د هېواد ټول بنسټونه ويجاړ شي او د هېواد او هېوادوالو حالت پخواني له روسانو څخه آزاد شوي افغانستان ته ورسيږي

خليلزاد د روسانو له وتلو څخه وروسته کولى شول، چې خپل پلرني هېواد افغانستان کې يو ځواکمن نظام رامنځ ته کړي، خو ښاغلي خليلزاد دا کار شعوراً ونه کړ.

ښاغلى خليلزاد تېر به هېر کړو، که څه هم تاريخ حافظه کې ساتلي دي، نه هېرېږي. دا هېواد پر تا حق لري، تاسو د نړۍ د وګړو ارام ژوند ليدلى دى، افغانستان هم هماغسې خاوره، اوبه، غرونه، ځنګلونه، دښتې، ګاز، نفت، سره او سپين زر او هر څه لري، يوازې زموږ هېواد کې جګړه ودروئ.

افغانان هم د نړيوالو په څېر د هوسا او ارام ژوند کولو حق لري، تاسو د يوه مشر په حيث پر هغو افغان ماشومانو، تورسرو او بوډاګانو رحم وکړئ، چې د پنځوس کلنې جګړې له امله لارو کوڅو کې خيراتونه غواړي او په سرکونو کې د مردارو باراني اوبو په منځ کې لوڅې پښې ولاړ وي د تېرېدونکو موټرونو ښيښې د لسو افغانيو په خاطر پاکوي، ژاړي د يوه شخوند ډوډۍ پيدا کولو لپاره عذر زاري کوي.

دا هر څه د روسانو سره له بريالي جهاد وروسته پېښ شول، هغه وخت چې تاسو د ريګن لپاره افغانستان کې د روسانو ناکامولو سياسي نمايندګي کوله. دويم ځل هغاسې مه کوئ. خير دى، که دا ځل مو د مجاهدينو په څېر طالبان بريالي کړل، خو طالبانو لپاره افغانستان دومره مه ازادوئ؛ لکه مجاهدينو لپاره مو چې آزاد کړ. اوس د دې وخت دى، چې هم طالبان پرته له جګړې او وژنو هېواد ته راولئ او هم داخلي لنډغرو مشرانو سره د موازي حکومتونو په جوړولو کې همکاري ونه کړئ. داسې ونه کړئ، چې پلاني ته بايد ونډه ورکړل شي او که ورنه کړل شي، بيا افغان دولت ستاسو همکاري او ملاتړ له لاسه ورکوي. خليلزاد صيب له طالبانو سره تر نهه پړاونو مذاکراتي بهير وروسته، چې تاسو هر څه ويلي؛ د افغانستان په خير نه دي. البته که رسنيو کې يو څه وايئ او پټ بل څه وي، هغه جلا خبره ده، خو هغه څه چې رسنيو کې يې وايئ، مطلق  د هېواد او دولتي سيسټم ګډوډۍ ته وړل دي. طالبانو ته يو ډول توجهات لټوئ، د موازې حکومت سرلاري ته بل ډول او د څوکيو وږيو لنډغرو ته بل ډول؛ خير دى داسې مه کوئ، افغان يئ! د دې هېواد اوبه مو څښلي دي، هوا مو يې تنفس کړي ده او اقلاً د افغان نوم درباندې پروت دى. که چېرې تاسو دغه توقعات چې موږ يې لرو، په واک کې نه لرئ، بيا هم منحيث د يوه مشر او افغان؛ افغانانو ته ووايئ، چې ستا په وس کې نشته. څه چې امريکايان درته وايي، هماغسې بايد وکړئ.

ورسره څنګ کې سياسي مشري هم پرېږدئ، عالم سړى يئ، نړيوالو پوهنتونونو کې درس ورکړئ. ځکه هر څوک چې په خپلو چارو کې د حق ادا کولو او يا اقلاً ويلو وس نه لري، کار نه کول يې بهترين اپشن دى. په دې سره به ستاسو مسؤليت رفع شي او موږ افغانان به امريکايانو او نورو داخلو اړخونو ته زارۍ وکړو، بله لار خو نشته؛ ځکه موږ ته له خپلو مشرانو همدا مظلوميت په ميراث را پاتې دى. ښاغلى زلمى خليلزاد صيب د افغانانو وروستۍ هيله دا ده، چې ټول اړخونه پرته له دې چې د نظام مرکزيت له منځه لاړ شي، واک ووېشل شي، له نظام څخه سهامي شرکت جوړ شي، دولتي سيسټم ويجاړ شي، هر څه چور شي پاکستان ته يوړل شي، د جهاد دورې په څېر د پاټکونو غله په ملت مسلط شي او د هېوادوالو برخليک يوه تياره او نامعلوم خواته لاړ شي؛ دې هېواد کې د يوه ځواکمن نظام په شتون کې تلپاتې سوله راولئ.

د اجراييوي برخې کورنۍ سياسي چارې ولشمسر غني ته پرېږدئ!

Apr 01, 2020 29

پيغام د افغانستان نوي پارلمان استازو ته وړاندې کوم، چې ډېرى يې لوستي او پوه ځوانان دي. زما په نظر د افغانستان په تاريخ کې لومړنى ځوان، د پخواني دستور خلاف د قومي متنفذينو او [...]

پوهېږئ؛ چې نوی کال څنګه پيل کړو؟

Mar 20, 2020 29

خو له بده مرغه  چې ۹۵ سلنه کسان په ځانګړي ډول ځوانانو د کال په جریان کې هېڅ مشخص اهداف نه لري، دوی ټول کال بې هدفه تېر کړی وي، یا د هدف په ارزښت نه پوهېږي او یا دا چې ورته مهم نه [...]

نامه‌ای سرگشاده به رئیس جمهوری

Jan 18, 2020 29

رشته‌ام ژورنالیزم است و از سال‌ها به اینسو در ادارات مختلف ایفای وظیفه می‌نمایم و هدفم بیان واقعیت‌های است که نتوانستم از آن چشم پوشی نمایم. برای نخستین بار، محمد جواد [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې