انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی
۸ جدی ۱۳۹۸ 853 0 نظر سرخط

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

د هغه لور سونم کپور هم فلمي ستورې ده، هغه دا خبره مني او وايي چې پلار یې اوس هم لکه ۲۱ کلن ځوان چټ پټ ښکارېږي.

سونم پر خپله ټویټرپاڼه د خپل پلار یو انځور خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي، ۲۱ کلن ځوانه، زېږ ورځ دې مبارک شه پلاره.

انيل‌کپور په مشعل فلم کې له دلیپ کمار سره کار وکړ او لومړی ځل د غوره مرستیال اداکار جایزه ورته ورکړل شوه. تر دغه فلم وروسته یې بیا شاته و نه کتل او پرله‌پسې یې د پرمختګ بلها ګامونه پورته کړل، لکه د «میری جنګ، محبت، مسټر انډیا، جانباز او نور فلمونه» یې تر ټولو غوره دي.

کپور لومړی ځل په تېزاب فلم کې د غوره اداکار جایزه واخیسته، ورپسې په رام لکن، جوشیلې، لاډلا او بېټا فلمونو کې خورا وځلېد. هغه په ۴۰ کلن فلمي ژوند کې تر سلو زیاتو فلمونو کې کار کړی چې د اسکار جایزې ګټونکي فلم سلم ډاګ ملنیر کې یې خپل جوهر سم ښوولی دی.

 

 

 

 

 

 

را روانه يکشنبه به قيامت وي؟ د مايا تمدن جنتري يو ځل بيا لانجمن بحثونه تاوده کړي

Jun 16, 2020 29

سره له دې چې له يوې خوا نړۍ له کرونا، ملخانو، زلزلو او نورو طبيعي افتونو سره پنجې نرموي، د مايا په نامه د لرغوني تمدن جنتري يو ځل بيا د بحثونو محور شوې چې وايي د سږ کال د جون يو [...]

د پاکستان پوليسو خره د قمار وهلو په تور نيولي

Jun 09, 2020 29

د پاکستان د پنجاب ايالت په رحيم‌يار خان ولسوالي کې پوليسو د خرو د ځغاستې پر يوه مسابقه چاپه وهلې او څو خره يې د قمار وهلو په تور نيولي دي.

هنديانو د کرونا عبادت پيل کړ

Jun 08, 2020 29

په داسې حال کې چې تقريبا پر درسته نړۍ کرونا وايرس خوله لګولې او د ټولې نړۍ طبيبان د دغه وايرس پر ضد پر درملو جوړولو اخته دي، هنديانو د کرونا وايرس عبادت پيل کړ.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې