د هېواد پخوانۍ پيلوټه په شلو پښو خیرات ټولوي
۳ جدی ۱۳۹۸ 1432 0 نظر زین‌ الله احمدي

د هېواد پخوانۍ پيلوټه په شلو پښو خیرات ټولوي

راپور: زین الله احمدي
د انجینر شرمیلا په نوم د هېواد پخوانۍ پیلوټه له بې وسۍ په کندهار ښار کې په خپلو شلو پښو خیرات ټولوي.
مېرمن شرمیلا، چې د خوست ولایت اوسېدونکې ده او اوس په کندهار ښار کې اوسېږي، سرخط سره په خبرو کې وویل، چې په لس کلنۍ یې د پیلوټۍ زده کړو ته مخه کړه او په هندوستان، مسکو او ترکیې هېوادونو کې یې د انجینرۍ په څانګه کې زده کړې کړې دي.
هغې زیاته کړه، د پخواني ولسمشر شهید ډاکټر نجیب الله د واکمني پر مهال بګرام کې د افغانستان هوايي ځواک سره یو ځای او د جیټ الوتکې پیلوټه وه، خو په وینا یې له ۳۰ کاله خدمت وروسته په ۱۳۹۳ کال کې د وسله‌والو طالبانو له لوري د کندهار پر نظامي هوايي ډګر د برید په نتیجه کي ټپي او د جګړنۍ په رتبه له خپلې دندې لاس په سر شوه.
مېرمن شرمیلا وویل: « پنځه کاله مخکې طالبانو د کندهار په هوايي ډګر برید وکړ، زه یې دوولس مرمۍ په پښو وویشتم، اوس له پښو لوېدلې یم، خو د نفقې پیدا کولو لپاره په شلو پښو خیرات ټولوم.»
د هېواد پخوانۍ پیلوټه حکومت پر ځان ملامت بولي او وايي، چې تر دې دمه هېڅ اساسي مرسته ورسره سوې نه ده.
هغې زیاته کړه: « اوسنی ولسمشر اشرف غني تېر کال د ډګرمني رتبه او نغدې پیسې راولېږلې، خو د دې ځای چارواکو پیسې په خپلو کې ووېشلې او رتبه هم زما په نوم بل چا واخیسته.»
مېرمن شرمیلا په خپل اوسني ټولنیز او اقتصادي وضعیت نارضایتي څرګنده او د کندهار له ولایتي ادارې او له مرکزي حکومته یې د مرستې غوښتنه وکړه.
د کندهار ولایت مقام خبرپاڼې له مخې مېرمن انجینرشرمیلا تېره ورځ ولایت مقام کې له والي حیات الله حیات سره هم لیدلي، چې  نوموړي له لوري نغدي او د خوراکي توکو مرسته ورسره شوې ده.
  
 

ولسمشر د سعودي عربستان له جګپوړو چارواکو سره لیدلي

Aug 25, 2019 29

د سعودي عربستان رسنۍ وايي، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د عمرې د ادا کولو ترڅنګ د دغه هېواد له چارواکو سره وکتل.

د دارالامان ماڼۍ پرانیستل شوه

Aug 22, 2019 29

ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د دارالامان رغېدلې ماڼۍ پرانیسته.

افغان سفیر د پاکستان د سرحدونو له وزیر سره وکتل

Aug 05, 2019 29

په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفیر شکرالله عاطف مشعل د پاکستان د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر شهریار خان افریدي سره وکتل.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې