د يو لک ۲۰ زره ډالرو کېله
۲۰ قوس ۱۳۹۸ 148 0 نظر سرخط

د يو لک ۲۰ زره ډالرو کېله

د يو لک ۲۰ زره ډالرو کېله

د میامي په یوه ګالري کې دغه کیله په یو لک او شل زره ډالره وپلورل شوه چې څه کم سل لکه افغانۍ کېږي. بله يې لا دا چې له دې وروسته یوه بله کېله هم په همدې بیه وپلورل شوه.

دا کېله یو ایټالوي هنرمن موریزیو کیټلان جوړه کړې او «کمېډین» نوم یې ورکړی دی. هغه وايي چې له یوې خوا کېله سوداګریز توکی دی او زموږ په ورځني ژوند کې شامله ده، بله دا چې د کېلې په پوستکي ښویېدل هم زموږ په ټولنه کې عامې شوې کیسې دي.

موریزو لومړی غوښتل چې کېلې له برنزو/ژېړو جوړې کړي، خو بریالی نه‌شو، وروسته یې له دوکانه درې کېلې واخيستې او بیا یې د دې هنري ګالري پر دېوال ونښلولې. یوه کېله یوې ښځې په یو لک او شل زره ډالره وپېرله او دویمه یې یو نارینه په هماغې بیه تر لاسه کړه، خو ویل کېږي چې درېیمه هغه یې کېدای شي په یو نیم لک ډالره وپلورل شي.

د دغې ګالري څښتن وايي چې بېخي يې باور نه راځي او د ده په فکر دا یوه معجزه ده. د هنرپوهانو په وینا، دغه هنري اثر ځکه په لوړه بیه پلورل کېږي چې موریزو په خپله یو لوی هنرمن دی.

 

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

Dec 29, 2019 29

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې

Dec 29, 2019 29

په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.

پر سېنما ميين خلک

Dec 25, 2019 29

هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې