ښکروره ښځه
۱۸ قوس ۱۳۹۸ 481 0 نظر سرخط

ښکروره ښځه

ښکروره ښځه

د يوې ځوانې ښځې د ښکر راختلو موضوع په رسنيو کې خورا ډېره کښته پورته کېږي.

د ۴۳ کلنې ليزا دغې پېښې ډاکټران حیران کړي، خو د «لي» په نوم یو ډاکټر توانېدلی چې د هغې د ناروغي درملنه وکړي.

د راپور له مخې، ليزا تر دغې درملنې مخکې په ښکرانو شرمېده او هڅه يې کوله چې په وېښتانو يې پټ کړي، د هغې په وینا، ښکر به نه يوازې ورځ تر بلې غټېده، بلکې شخت درد یې هم درلود او ان د لوېدو په وخت کې یې د «زنګ» غږ هم ورسره اورېد.

لیزا وېرېده چې ګوندې دغه ښکر یې سرطاني دی، خو ډاکټر «لي» په خپل  کمال هغې ته ډاډ ورکوي چې نه یوازې تکلیف یې سرطاني نه دی، بلکې په واقعیت کې د پوستکي ښکر دی چې د وینې سپینو کرویاتو د غلظت او تراکم له خاطره را شين شوی. لیزا اوس له دغې درملنې پوره خوښه ده او وايي، ولې یې دومره وخت هسې لګولی دی. د لیزا له خولې، د هغې دې درملنې یوازې نیم ساعت وخت نیولی دی. 

 

را روانه يکشنبه به قيامت وي؟ د مايا تمدن جنتري يو ځل بيا لانجمن بحثونه تاوده کړي

Jun 16, 2020 29

سره له دې چې له يوې خوا نړۍ له کرونا، ملخانو، زلزلو او نورو طبيعي افتونو سره پنجې نرموي، د مايا په نامه د لرغوني تمدن جنتري يو ځل بيا د بحثونو محور شوې چې وايي د سږ کال د جون يو [...]

د پاکستان پوليسو خره د قمار وهلو په تور نيولي

Jun 09, 2020 29

د پاکستان د پنجاب ايالت په رحيم‌يار خان ولسوالي کې پوليسو د خرو د ځغاستې پر يوه مسابقه چاپه وهلې او څو خره يې د قمار وهلو په تور نيولي دي.

هنديانو د کرونا عبادت پيل کړ

Jun 08, 2020 29

په داسې حال کې چې تقريبا پر درسته نړۍ کرونا وايرس خوله لګولې او د ټولې نړۍ طبيبان د دغه وايرس پر ضد پر درملو جوړولو اخته دي، هنديانو د کرونا وايرس عبادت پيل کړ.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې