رنوير تر علاءالدين وروسته جيش بهايي شو
۱۷ قوس ۱۳۹۸ 503 0 نظر سرخط

رنوير تر علاءالدين وروسته جيش بهايي شو

رنوير تر علاءالدين وروسته جيش بهايي شو

د بالیووډ ستوری رنویر سنګهـ له دا وار د «جیش بهايي جوردار» په نوم فلم کې راښکارېږي. هغه د دې فلم پوسټر پر خپله ټویټر پاڼه پوسټ کړی، ویل کېږي چې رنویر په دغه فلم کې د یو عادي کرکټر په غوندي ولوبېږي چې نوم یې جیش بهايي دی. سنګهـ د دغه رول په اړه وايي، جیش بهايي د ګجرات يو عادي سړی دی، خو کله چې له خطرناک حال سره مخ کېږي، بیا یې کرکټر له عادي حاله وځي.

رنویر سنګهـ  د دې رول لپاره ځان هم ډنګر کړی چې له ورایه د ګجرات د عادي وګړي په څېر را څرګند شي. د یادولو وړ ده چې د هغه مینه‌والو ته دی په ځواب کې بېلابېل کمنټونه کړي، خو په ټوله کې ځينې دې ته حیران دي چې د علاوالدین په  څېر یو جلالي کس څنګه کولای شي، دغسې یو رول ولوبوي.  د فلم سکریپټ دوپنګ ټهاکور لیکلی، خو د ریلیز کېدو نېټه یې لا نه ده څرګنده شوې.

 
 

 

را روانه يکشنبه به قيامت وي؟ د مايا تمدن جنتري يو ځل بيا لانجمن بحثونه تاوده کړي

Jun 16, 2020 29

سره له دې چې له يوې خوا نړۍ له کرونا، ملخانو، زلزلو او نورو طبيعي افتونو سره پنجې نرموي، د مايا په نامه د لرغوني تمدن جنتري يو ځل بيا د بحثونو محور شوې چې وايي د سږ کال د جون يو [...]

د پاکستان پوليسو خره د قمار وهلو په تور نيولي

Jun 09, 2020 29

د پاکستان د پنجاب ايالت په رحيم‌يار خان ولسوالي کې پوليسو د خرو د ځغاستې پر يوه مسابقه چاپه وهلې او څو خره يې د قمار وهلو په تور نيولي دي.

هنديانو د کرونا عبادت پيل کړ

Jun 08, 2020 29

په داسې حال کې چې تقريبا پر درسته نړۍ کرونا وايرس خوله لګولې او د ټولې نړۍ طبيبان د دغه وايرس پر ضد پر درملو جوړولو اخته دي، هنديانو د کرونا وايرس عبادت پيل کړ.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې