د اندونيزيا ښکر
۱۷ قوس ۱۳۹۸ 425 0 نظر سرخط

د اندونيزيا ښکر

د اندونيزيا ښکر

اندونيزيايان هم زموږ د خلکو په څېر ښکر لګوي، ممکن په نوره نړۍ کې هم وي، خو ثابته شوې چې د وینې د لوړ فشار، ناپاکې وینې ايستل، د پوستکي ناروغیو، د پرېشاني او ګڼو نورو ناروغیو د مخنيوي لپاره وهل کېږي.

اصلي خبره د ښکر لګولو په طریقه کې ده، په انډونیزیا کې دا کار په بېله بڼه کېږي. د هغه هېواد خلک په الکولو ککړې یوې پاڼې یا د پنبه ټوکر ته اور اچوي او بیا په ښکر کې هوا پوکي، تر هغه وروسته یې د انسان پر هغه ځای ورنښلوي چې درد ولري، څو د ناروغ د وجود ټوله خرابه وینه په یو ځای کې راټوله کړي او بیا یې ځنې وباسي.
د یادولو وړ ده چې ښکرونه باید د غوايي وي، ځکه هغه د ښیښې په پرتله تر ډیره خپله داخلي تودوخه ساتي.

د جاکارتا یو طبیب چې «پک» نومېږي، وايي، دی د هغو پنځو کسانو له ډلې دی چې ناروغانو ته ښکرونو ور لګوي او له هر يوه ۱۰ ډالره اخلي.

را روانه يکشنبه به قيامت وي؟ د مايا تمدن جنتري يو ځل بيا لانجمن بحثونه تاوده کړي

Jun 16, 2020 29

سره له دې چې له يوې خوا نړۍ له کرونا، ملخانو، زلزلو او نورو طبيعي افتونو سره پنجې نرموي، د مايا په نامه د لرغوني تمدن جنتري يو ځل بيا د بحثونو محور شوې چې وايي د سږ کال د جون يو [...]

د پاکستان پوليسو خره د قمار وهلو په تور نيولي

Jun 09, 2020 29

د پاکستان د پنجاب ايالت په رحيم‌يار خان ولسوالي کې پوليسو د خرو د ځغاستې پر يوه مسابقه چاپه وهلې او څو خره يې د قمار وهلو په تور نيولي دي.

هنديانو د کرونا عبادت پيل کړ

Jun 08, 2020 29

په داسې حال کې چې تقريبا پر درسته نړۍ کرونا وايرس خوله لګولې او د ټولې نړۍ طبيبان د دغه وايرس پر ضد پر درملو جوړولو اخته دي، هنديانو د کرونا وايرس عبادت پيل کړ.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې