«اسمان» پيدا شو
۱۶ قوس ۱۳۹۸ 168 0 نظر سرخط

«اسمان» پيدا شو

«اسمان» پيدا شو

په امریکا کې یوې ښځې په یوه الوتکه کې د سفر پر مهال لور وزېږوله او د «اسمان» نوم يې پر کېښود. ویل کېږي چې دغه الوتکه له فلوريډا کلېفورنیا ته روانه وه او په ۸۶۸ کې چې زرګونه فوټه په هوا کې پورته شوې وه.

د دغې الوتکې یوې افریقايي نژادې سپرلۍ «نیریدا اراوجو» پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکي، په هوا کې د زېږېدلې ماشومې نوم تر «اسمان» پرته بل ښه نوم نه‌شته، ځکه مې پر خپله لور د همدې نوم اېښودو پرېکړه وکړه.

د یادولو وړ ده چې هغې ته نه یوازې پر فېسبوک ډېرې مبارکۍ ورکړل شوې، بلکې د خلکو له خوا ډېرې ډالۍ هم وړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې دغې مور «نیریدا» ته یوه ورځ وړاندې د هغې ډاکټر او د هوايي ډګر طبي ټیم د فضايي سفر اجازه ورکړه، خو د الوتنې پر مهال څو ساعته وروسته یې حالت بدل شو او ماشومه يې نړۍ ته راوړه.

 

انيل کپور هم د بالييوډ ځوان بوډا دی

Dec 29, 2019 29

د بالیووډ نامتو ستوری انيل کپور ۶۳ کلن شو، خو د هغه څېرې ته په کتو په عمر يې د چا شک راشي چې ډېر دي وي.

غلا شوې پيسې پر خلکو وشيندل شوې

Dec 29, 2019 29

په امریکا کې یو سړي بانک لوټ کړ او غلا کړي ډالر یې بهر پر خلکو وشیندل، وروسته یې ټولو ته د کرسمس مبارکي وویله.

پر سېنما ميين خلک

Dec 25, 2019 29

هند له ډېره پخوا په دې هڅه کې دی چې خپل اقتصاد پیاوړی کړي او هندوان هم په دې لټه کې دی چې د پيسو سپمول زده کړي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې