د۲۰ ټنه چاکلېټو غل
۱۱ قوس ۱۳۹۸ 82 0 نظر سرخط

د۲۰ ټنه چاکلېټو غل

 

د۲۰ ټنه چاکلېټو غل

په اسټرالیا کې یو کس داسې غلا کړې چې خلک یې حیران کړي دي.

دا غل د چاکلیټو یوې فابریکې ته ننوځي او په مهارت سره ۲۰ ټنه چاکلیټ په لارۍ کې باروي او تښتي. د فابریکې مسوولان وايي چې د غلا شویو چاکلېټو قیمت تر ۵۰ زرو یورو زیاتېږي.

ویل کېږي دغه چاکلېټ بلجیم ته وړل شوي وای، خو هلته د قراردادي شرکت له خوا د چاکلېټو د نه تر لاسه کولو له امله خبره رسوا شوه.

پولیس وايي، په لومړنیو څېړنو کې جوته شوې چې غله د فابریکې مسوولانو ته ویلي چې هغه د قراردادي شرکت له خوا راغلی، غله جعلي اسناد ورښوولي او ان تر دې چې د لارۍ نمبرپلېټ یې هم غلا کړی دی.

 

رنویر سنګهـ ؛ ما ووژنه!

Dec 11, 2019 29

دیپیکا په خپل انسټاګرام پاڼه کې ۴۱ میلیونه فالورز لري

د يو لک ۲۰ زره ډالرو کېله

Dec 11, 2019 29

د میامي په یوه ګالري کې دغه کیله په یو لک او شل زره ډالره وپلورل شوه چې څه کم سل لکه افغانۍ کېږي. بله يې لا دا چې له دې وروسته یوه بله کېله هم په همدې بیه وپلورل شوه.

 دیپکا به په هاليووډ کې ولوبېږي؟

Dec 09, 2019 29

د بالیووډ مشهورې ستورې دیپکا پاډوکون په اړه له څو ورځو راهیسې دا خبره کېږي چې ګواکې هغې هالیووډ ته د تلو تابیا نيولې.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې