
جاپانيان په کمېدو دي
جاپانيان په کمېدو دي
چاپاني چارواکيو ویلي چې د لسم کال لپاره يې پرلهپسې د دغه هېواد په وګړيو کې کمښت راغلی او له ۱۹۶۸مېلادي کال راهیسې یې شمېر خورا ټیټ شوی دی.
د یو راپور له مخې په دغه هیواد کې د وګړيو د کموالي په اړه د تېر کال ریکارډ مات شو او هڅه کېږي چې د ۲۰۱۹ مېلادي کال د ژانویه میاشتې تر پایه ۱۲۴ میلیونه او ۷۶۶ زره او ۳۶۴ کسانو ته ورسېږي.
په ۲۰۱۸مېلادي کال کې د نوزېږدو شمېر ۹۲۱زره ماشومانو ته ورسېد او دا کال په هغه درېیم کال ونومول شو چې پکې له یو میلیونه کم ماشومان وزېږېدل.
له بلې خوا بیا راپورونه وايي چې دلته د مړینې شمېر یو میلیون او ۳۶۳ زره او ۵۶۴ تنو ته رسېدلی چې دا په جاپان کې د مړینې شمېرې د زیاتوالي له مخې شپږم کال وپېژندل شو.
د جاپان د وګړيو او امنیت په اړه د څېړنې ملي انسټیټوټ وايي، د دغه هېواد وګړي به تر ۲۰۶۵ مېلادي کال پورې ۳۰ په سلو کې را ټیټ شي او اوسنی شمېر يې چې له سل میلیونه لوړ دی، ۸۸ میلیونو ته را ټيټ شي. که څه هم په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې د جاپان ټول نفوس ۱۲۷ میلیونه وو.
0 نظرونه