موبایل ۲۵ کلن شو
۱۰ قوس ۱۳۹۸ 84 0 نظر سرخط

موبایل ۲۵ کلن شو

 موبایل ۲۵ کلن شو

د ای‌بي‌ايم په نوم کمپنۍ چې د ۱۹۹۲مېلادي کال په نومبر میاشت کې یې لومړی ګرځنده موبایل جوړ کړ او بازار ته له عرضه کېدو وروسته د سیمون په نوم شهرت وموند چې دا دی اوس ۲۵ کلن شو.

د یو راپور له مخې، د ۱۹۹۴ او ۱۹۹۵ کلونو په منځ کې شاوخوا پنځوس زره واحده یې یوازې په امریکا کې وپلورل شول او دا چې داخلي حافظه یې ۳۲ کیلو بایټه ښوول شوې، نور امکانات یې لکه کالیز، حساب ماشین، ساعت، د یادښت الکټرونیکي کتابچه او همدارنګه د فاکس او ايمېل استولو اسانتیاوې هم لرلې، خو دا چې بېټرۍ یې ایله یو ساعت چارج ساته، نو هر وخت بايد چارچ  ته تړل شوې وای.

د دغه موبایل وزن ۵۱۰ ګرامه او اندازه یې ۲۰ په ۶.۴ او ۳.۸ سانتي مټره ښوول شوې او  لومړی ځل د لاس ویګاس په COMDEX  نندارې ته کېښوول شو.

 

د ون‌پلس مينه‌وال دې خبر وي

Dec 11, 2019 29

ون‌پلس پخوا ګرانه موبایلونه تولیدول، خو دا دی له کلونو وروسته غواړي مينه‌والو ته ون‌پلس ۸ لایټ موبايلونه جوړ کړي.

فېسبوکيانو ته زېری

Dec 09, 2019 29

 فېسبوک د  «Facebook View Ponit» په نوم یو نوی څېړنيز اپليکېشن وړاندې کړی چې کاروونکيو ته به يې نغدې پيسې ورکوي.

تر ځيرک موبايل وروسته ځيرک ټلوېزيون

Dec 08, 2019 29

نوکیا کمپنۍ د موبایل تر تولید وړاندې په ۹۰ مېلادي لسیزه کې ټلوېزیون تولیداوه، خو د موبایل د جوړښت په خاطر یې د هغه تولید په بازار کې له پامه ولوېد.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې