کمېسيون نه تسلمېږي؛
۱۰ قوس ۱۳۹۸ 107 0 نظر سرخط

کمېسيون نه تسلمېږي؛ "ثبات او همپالنه" به تر مظاهرو ور ها خوا څه کوي؟

کمېسيون نه تسلمېږي؛

"ثبات او همپالنه" به تر مظاهرو ور ها خوا څه کوي؟

د عبدالله عبدالله په مشري د ثبات او همپالنې ټیم د رایو بیا شمېرنې بهیر له پیل سره هممهاله له کمېسیون سره بایکاټ کړی او څارونکي دې د دې بهیر د څارلو لپاره نه ورځي.

دغه ټیم نه یوازې دا بهیر تحریم کړی، بلکې د هېواد په اوو ولایتونو کې یې عملاً د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي او اجازه نه ورکوي چې د کمېسیون کارکوونکي په‌کې د رایو بیا شمېرنې بهیر پیل کړي.

ثبات او همپالنه وايي، د ټاکنو کمېسیون دې لومړی شاوخوا ۳۰۰ زره رایې باطلي کړې او بیا دې د رایو بیا شمېرنې بهیر پیل کړي. دغه ټیم د همدې لپاره په تخار، بدخشان، فاریاب، جوزجان، سرپل، بغلان او پنجشېر ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون د ولایتي دفترونو دروازې تړلې دي.

دغه ټیم د جمعې په ورځ په کابل کې لاریون وکړ او خبرداری یې ورکړ، که د ټاکنو خپلواک کمېسیون هغه ۳۰۰ زره رایې چې د دوی په وینا تقلبي دي، باطلې نه کړي، دوی به نه یوازې په پلازمېنه، بلکې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.

د ثبات او همپالنې ټیم په پرېکړه‌لیک کې پر ټاکنو کمېسیون تور لګولی و چې د یوه ځانګړي ټیم پلوي کوي او د قوانین، طرزالعملونه او لایحې یې تر پښو لاندې کړې دي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون یې پرون په ځواب کې یوه اعلامیه خپره کړه او ټینګار یې وکړ چې د هيڅ لوري فشار ته به تسلیم نه‌شي. په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې کمېسیون د افغانانو رایو ړه  احترام لري، هغه به ساتي او له کوم توپیر پرته به یې په اړه قانوني پرېکړې کوي.

د ټاکنو کمېسیون دغه راز ټینګار کړی چې د رایو له چاڼ او بیا شمېرنې مخکې نه‌شې کولای د خلکو رایې باطلې کړي.

کمېسیون له نوماندانو او د هغوی له پلویانو غوښتي چې که د کومو محلونو یا رایو په اړه شواهد او سندونه لري، دوی ته دې وړاندې کړي او اجازه دې ورکړي چې کمېسیون یې په تړاو قانوني پرېکړه وکړي.

په همدې حال کې ولسي جرګې هم د سړکونو پر سر د زور ازمویل د خلکو او هېواد په ګټه نه بولي او له کمېسیون او نورو اړخونو غواړي چې له قانون، طرزالعملونو او لایحو له مخې وړاندې لاړ شي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني د دې جرګې د شنبې ورځې په عمومي غونډه کې که څه هم لاریون او اعتراض د خلکو حق ګڼلی او پر کمېسیون یې غږ کړی چې د هغوی قانوني غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي، خو په ټینګار سره یې ویلي چې د سړکونو پر سر د زور ازمویل هم د هيڅ لوري په ګټه نه ‌دي.

بل ‌خوا د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی پر نوماندانو او د هغوی پر پلویانو غږ کوي چې د ټاکنو کمېسیون خپل کار ته پرېږدي او اجازه ورکړي چې د قانون، طرزالعملونو او لایحو له مخې، د افغانانو د رایو په اړه په بشپړې بې‌طرفي او د دوی له فشار پرته پرېکړه وکړي.

د هغه په وینا، د ثبات او همپالنې ټیم باید د ټاکنیزو کمېسیونونو ټولې چارې له نږدې وڅاري او له دې پرته چې پرېکړو ته یې په تمه شي، بله‌ لار نه لري.

هغه ټاکنیزې لانجې د هېواد او خلکو په ګټه نه بولي او له ټاکنو کمېسیون نه هم غواړي چې ژر تر ژره د افغانانو انتظار پای ته ورسوي او د ټاکنو لومړۍ پایله اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو له ورځې شاوخوا دوه میاشتې تېرې شوې، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون لا نه‌ دی توانېدلی چې د ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړي.

کابل ته بل ناورين؛ د دې ښار انسانانو ته به هوا ساه ور بنده کړي

Dec 09, 2019 29

سره له دې چې هر کال د ژمي په را رسېدو او د هوا په سړېدو د کابل ښار هوا سخته ککړېږي چې له امله یې ګڼ‌ هېوادوال پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي او ډېر یې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي، خو [...]

ټکر نوماندان؛ افغانان د ټاکنو پایلې، ناکامان لنډمهالی حکومت غواړي

Dec 07, 2019 29

له دوو میاشتو ډېره موده ووته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشري ټاکنې کړې دي، خو لا یې هم لومړنۍ پایله نه ‌ده اعلان کړې.

غبرګون؛ دوښمن هغه څوک په نښه کوي، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره کار کوي

Dec 04, 2019 29

 نن سهار د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پي. اېم. اېس په نوم د جاپانۍ خیریه مؤسسې پر رئیس ډاکتر ناکامورا نامعلومو وسله‌والو برید وکړ، چې د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې