د «دادا صاحب» سږنۍ جايزه
۶ قوس ۱۳۹۸ 143 0 نظر سرخط

د «دادا صاحب» سږنۍ جايزه

د «دادا صاحب» سږنۍ جايزه

د هند د اطلاعاتو او کلتور وزیر وايي، د هندي سېنما افسانوي اداکار امیتابه‍ بچن چې د هند دوو نسلونو ته یې الهام ورکړی، د دادا صاحب پالکي په نوم جایزه ستایل کېږي.

د د هند د اطلاعاتو او کلتور وزیر د یوه ټویټ له لارې زیاته کړې، ټول هېواد او نړیواله ټولنه ورته مبارکي وايي او ورباندې خوښ دي چې دا جایزه د بالیووډ یو معتبر فلمي ستوري ته ورکول کېږي.

دادا صاحب پالکي هغه څوک دی چې لومړی ځل یې په ۱۹۱۳ز کال د «راجا هریشچندرا» په نوم هندي فلم کې رول ولوباوه او اوس د دې نوم ویاړ د هند یوې سترې جایزې ته وربښل شوی.

د بالیووډ ۷۶ کلن ممثل امیتابه‍ بچن له تېرو پنځوسو کالو راهیسې د هند په سېنما کې پر فعالیت بوخت دی، نوموړی په ۱۹۶۹ز کال کې د لومړي ځل لپاره په «سات هندوستاني» فلم کې د هندي سېنما په پرده را ښکاره شو او په دې پنځوسو کالو کې یې تر ۲۰۰ زیاتو فلمونو کې کار کړی چې ۱۹۷۰ – ۱۹۸۰ز لسیزه کې د ده د هنر بازار خورا تود و.

په ورته وخت کې هغه په ۲۰۰۰ ز کال د هند په یو ټلوېزیون کې یوه بله کارنامه هم ده د تاریخ حافظې ته وسپارله او هغه د «څوک غواړي چې ميلیونر شي» خپرونه وه چې د زیاتو ليدونکیو له پلوه یې ریکارډ جوړ کړ او اوس هم د دې خپرونې په یوولسمه برخه کې کوربه وي.

رنویر سنګهـ ؛ ما ووژنه!

Dec 11, 2019 29

دیپیکا په خپل انسټاګرام پاڼه کې ۴۱ میلیونه فالورز لري

د يو لک ۲۰ زره ډالرو کېله

Dec 11, 2019 29

د میامي په یوه ګالري کې دغه کیله په یو لک او شل زره ډالره وپلورل شوه چې څه کم سل لکه افغانۍ کېږي. بله يې لا دا چې له دې وروسته یوه بله کېله هم په همدې بیه وپلورل شوه.

 دیپکا به په هاليووډ کې ولوبېږي؟

Dec 09, 2019 29

د بالیووډ مشهورې ستورې دیپکا پاډوکون په اړه له څو ورځو راهیسې دا خبره کېږي چې ګواکې هغې هالیووډ ته د تلو تابیا نيولې.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې