SMS مو رسوا کوي
۶ قوس ۱۳۹۸ 147 0 نظر سرخط

 SMS مو رسوا کوي

 SMS مو رسوا کوي

د ټکنالوژي کارپوهان خبرداری ورکوي چې کېدای شي د ايس‌ايم‌ايس SMS له لارې استول شوي مالومات رسوا شي.

ايس‌ايم‌ايس په ۱۹۹۰مېلادي کال کې د اړیکې یوه مهمه او په زړه پورې وسیله وه، خو اوس اړوند کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اړیکې نیولو دغه وسیله خوندي نه ‌ده.

دا چې اړوند خدمتونه ازادانه وړاندې کېږي او هيڅ پاسوورډ ورته په پام کې نه ‌دی نیول شوی، له همدې امله کله چې پیغام هدف ته تر رسېدو مخکې څو مسیره تېرېږي؛ نو په دې لړ کې انټرنيټي او سایبري غله کولای شي اسانه له دې خدمتونو غلا وکړي.

بل خوا د ايس‌ايم‌ايس کاروونکي هم نه غواړي چې د دوی پیغامونو ته بل څوک لاسرسی ولري، د همدې لپاره د ځانګړو اپليکېشنونو یا کاریالونو د را منځ ‌ته کولو غوښتنه کوي، څو وکولای شي خپل پیغامونه خوندي واستوي.  

په امریکا کې هره ورځ تر ۶ بپلیونه زیات پیغامونه/ایس‌ايم‌ايسونه استول کېږي او د دې ټولو استوونکي یوازې دا باور لري چې ګوندې مالومات یې خوندي او شخصي پاتې دي.

د ټکنالوژي یوه کارپوه کريسټینا وايي، ايس‌ايم‌ايس له استولو وروسته تر ټولو نږدې مخابراتي مرکز ته ځي او بیا د ايس‌ايم‌ايس عمومي مرکز ته رسېږي، وروسته بیا مقابل لوري ته د انتقال په پړاو کې لومړی هلته تر ټولو نږدې مخابراتي مرکز ته استول کېږي او له هغه ځایه بیا د تر لاسه کوونکي موبایل ته ځي.

د ويکر شرکت د پاسوورډ اېښودو څانګې مدیر کريسټوفر هاول وايي، د پاسوورډ د نه‌شتوالي له امله هکران کولای شي چې د استوونکي او تر لاسه کوونکي د مجازي اړیکې د مسیر په منځ کې د کمزوري ټکي پیدا کړي او د کاروونکيو مالوماتو ته لاسرسی ومومي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د ميلیونونو ايس‌ايم‌ايسونو/پیغامونو اړوند مالومات «د پاسوورډ نوي کول، د بار تحویلولو مالومات/نوټيفيکېشنونه او نور شيان» رسوا شوي وو.

د ون‌پلس مينه‌وال دې خبر وي

Dec 11, 2019 29

ون‌پلس پخوا ګرانه موبایلونه تولیدول، خو دا دی له کلونو وروسته غواړي مينه‌والو ته ون‌پلس ۸ لایټ موبايلونه جوړ کړي.

فېسبوکيانو ته زېری

Dec 09, 2019 29

 فېسبوک د  «Facebook View Ponit» په نوم یو نوی څېړنيز اپليکېشن وړاندې کړی چې کاروونکيو ته به يې نغدې پيسې ورکوي.

تر ځيرک موبايل وروسته ځيرک ټلوېزيون

Dec 08, 2019 29

نوکیا کمپنۍ د موبایل تر تولید وړاندې په ۹۰ مېلادي لسیزه کې ټلوېزیون تولیداوه، خو د موبایل د جوړښت په خاطر یې د هغه تولید په بازار کې له پامه ولوېد.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې