د جګړې پر وړاندې مبارزه
۶ قوس ۱۳۹۸ 90 0 نظر سرخط

د جګړې پر وړاندې مبارزه

د جګړې پر وړاندې مبارزه

دویمه برخه

ایمل افغان

په افغانستان کې د جګړې پر مهال له ښارونو او کليو په اصطلاح هغه غوړې لمبې پورته شوې چې په پايله کې يې ګټه يو دوو لنډه‌غرو ته په لاس ورغله او ولس همداسې د دې ناوړه لوبې ښکار شو او دوی يې په نتيجه کې غوړې څڼې را ووتل، په ښکليو ماڼيو کې ناست دي ولس په بيابان يوه خېمه نه لري چې هغه د ځان لپاره نن ووهي او همداسې له پرديو ملکونو په تېره بیا د سيمې له هېوادونو را وشړل شول.

دلته افغان ولس تل د خپل مشر او رهبر په انتظار کلونه کلونه په بيابان ولاړ دی او همداسې پاتې شوی دوی يې غولولي، دا ورته په غوږ کې ويل شوي چې موږ به تاسې ته سوله راولو، خو تاسې په چاودنو، ځان وژنو، پلونو، ودانيو او د ښوونځيو په سوځولو لاس پورې کړی، کله چې سوبه ګټل شوې ولس همداسې په درانه خوب پاتې شوی، دوی هر څه ترې وړي او ځنې تللي دي چې تر اوسه پورې همدغه ملت په دې هيله شپې سبا کوي چې کار به پيدا کېږي، سوله به راځي، ښوونځي به بيا له سره ابادېږي، الکټرونيکي تذکرې به وېشل کېږي، عادلانه ټاکنې به صورت نيسي، خو هيڅ و نه شول يوازې افغان ملت يې خطا کړ.

لکه څنګه چې موږ په جګړې او د هغې په تباهي دلته بحث کوو؛ نو موږ په نړۍ کې زښت ډېر خلک په تېره بیا مشران ليدلي چې هغوی خپل ملت له جګړې ساتلی دی، موږ د ډېرو لويو ارادو او لوړ عزم خاوندان ليدلي دي، خو نه په ګرمي دي او نه په يخني دي، نه وږي کېږي او نه تږي کېږي، نه ستړي کېږي، نه په دې عمر کې ستومانه کېږي، دا تر کاڼي کلک او له اوسپنې کلک د مضبوطې ارادې خلک دي، تل په دې هڅه کې دي چې خپل ملت ته سوله او خوشالې راولي او خپل ملت له جګړې وژغوري چې افغان مشران هم بايد له هغوی سره نور ځان برابر کړي.

 

افغان ولس په تېره بيا پښتانه هغه قوم دی چې خدای «ج» د جګړې پر وړاندې لکه د غره هغومره مضبوط او د ځمکې هغومره صبر ورکړی دی بس تل دوی په جګړه کې ژوبل شوي، وژل شوي ګنې دوی کوم جګړه‌مار قوم نه دی او نه دوی جګړې خوښوي، بلکې دا هغه ناوړه جګړې دي چې تل د تاريخ په اوږدو کې پر دې قوم تپل کېږي او تر بل هر چا بيا دغه قوم په دې خاوره کې ډېر وژل کېږي.

 د دې لپاره هم يوه ښه لاره لټول په کار دي چې نور د افغانستان سياسي لوبغاړي لاس په کار شي او دغه ملت له بې‌ځايه وژنو، بې‌کاري، اقتصادي، سياسي او فرهنګي ستونزو خلاص کړي.

جګړه هغه مشغله ده چې ډېرې خواوې په دې خاوره کې پکې ښکېل پاتې شوې او يوې ډلې هم رښتيا و نه‌شوای کولای چې دغه ستونزې د ملت په ګټه هوارې کړي او ملت هم دې خلکو ته سترګې په لار پاتې دی چې کله به جګړه ختمېږي او بيا به موږ د هېواد د ابادولو لپاره کارونه پيلوو، زده‌کړې به کېږي، سياستونه به کاميابېږي، ابادي به ورسره راځي، اقتصاد به ورسره وده کوي، مګر که چېرته سوله راځي او که سولې ته کار نه کېږي، همدغه جنګسالاران په واک کې پاتېږي، بيا فکر نه کوم چې سوله دې هم خپل ځای ونيسي، که نه دا به بيا هسې يو خوب ليدل وي.

د افغانستان په جګړه کې د دې ولس پر وړاندې هر څه وکارول شول، په هره خبره مشرانو خپل باور د ملت پر وړاندې له لاسه ورکړ، ملت هم له مشرانو تر دې وروسته خپل حق او حقوق غواړي، د صبر کاسه يې نوره د غدارانو پر وړاندې نسکوره شوې دا به څومره حوصله وي چې افغان ملت يې د بې‌ځايه وژنو په خاطر وکړي، دا هغه خبرې وې چې د افغان ولس بې‌ځايه په جګړه کې د ښکېلولو په اړه په دې ځای کې وشوې، موږ ته هم په کار ده له هرې ممکنې لارې چې کېږي، ځان او ولس خلاص کړو، څو نور د دې لوبې ښکار نه شو.

 

لکه څنګه چې دا خبره ټولو ملتونو ته څرګنده ده، په افغانستان کې اکثر قوم پښتانه دي او دغه قوم مو چې له نورو هغو سره پرتله کړ دا خبره ترې څرګنده شوه چې دا خلک د ډېرو ښو خويونو څښتنان دي، مېلمه‌پال، زړه‌ور، او باعزته دي، مګر يو دوه عيبونه هم لري چې هغه يې ټولې خوبۍ په لوی سيند لاهو کړې دي، يو عيب يې دا دی چې خود غرضي پکې ده، همدې شي له دوی په خپل منځ کې مينه او يووالی اخيستی دی، دوی يې په هغه نامالوم سيند لاهو کړي چې سر او پای نه مالومېږي.

دويم په پښتانه کې تشدد دی ځکه د خپل ورور او د چم ګاونډ خلکو سره د ده دوو عيبونو هغه خوبۍ ټولې په سيند لاهو کړې دي، د مينې او ورورولي پر ځای نفاق لري، پردۍ ډل‌بازۍ دي، ځکه خو د پښتون بچی په دې جنتي ملک کې په ګېډه نهر، بربنډ، په سر سر تور او بې‌زده‌کړې دی، خو د دې ستونزې د هوارولو لپاره په کار ده  يو څه وشي چې دغه قوم له دې حالته خلاص او هغه څه يې په برخه شي چې دی ورته نن په دې جګړه‌يزه خاوره کې اړتيا لري.

موږ ته په کار ده د دغې ستونزې پر وړاندې خپل ولس پښتانه خپل قوم وګڼو، ځکه موږ د يوه بابا اولاد يو دا چې سره بېل کړي او پرېکړې يو، دا بيا د دوښمن هنر دی چې په دې کار بريالی شوی دی، موږ بايد له يوه بله خبر شو، هغه ستونزې چې زموږ په منځ کې شته، ډېرې ښې به مو له منځه وړې وي او ځان به مو د نړۍ يو بريالی قوم حساب کړی وي.

 په نړۍ کې چې کومو قومونو د جګړې پر وړاندې پرمختګ کړی هغوی لومړی جګړه شاته غورځولې، هغه هم زموږ په څېر انسانان دي، ځکه هغوی پر خپل ذهن کار کړی دی، په موږ او هغوی کې کوم ځانګړی توپير نه‌شته، نه د هغه د بدن کومه برخه تر موږ اضافه او يا پياوړې ده، خو هغوی له خپل ذهنه پوره کار اخيستی دی او بريالي شوي دي.

 

خو توپير يوازې دومره دی چې په هغوی کې پياوړی ملي يووالی او ورورولي ده، په هغوی کې مينه او همدردي ده، هغوی زموږ په شان خودغرضه نه دي، له هر يوه سره د ځان پر ځای د قوم او ملک د ابادولو فکر دی، مګر هغوی په دې راز ډېر ښه پوه شوي دي چې يوازې د يوه سړي يا يوې کورنۍ په ابادېدلو قوم او هېواد نه‌شي ابادېدای، څو چې ټول ملت لاسونه يو نه کړي او دوښمن په ګونډو نه کړي؛ نو ممکنه ده چې پرمختګ دې را منځ ته شي او د جګړې پر وړاندې دې يوه پياوړې مبارزه وشي.

 په دې هکله اسلام هم موږ ته د انفرادي ژوند پر ځای د ټولنيز ژوند زده‌کړه امر کړې ده، موږ ته په کار زده‌کړو وکړو، ځکه هېواد د وراني په حال کې دی باید هغه اباد کړو، سياسي دوښمنۍ او د چوکيو وېش پرېږدو، هغه چا ته کار ورکړو چې د کار وړتيا پکې موجوده وي. نه داسې چې موږ يې په هره اداره او رياست کې شمار پوره کوو، پنځوس چوکۍ يې زما او پنځوس يې ستا، دا برياليتوب نه دی، کاميابي په غوره انتخاب کې ده چې د ولس حق و نه خوړل شي.

نن موږ په داسې حال کې اوسو چې د بې‌ځايه شکونو او بې‌اعتماديو د پيدا کېدو له امله په هېواد کې زموږ د مشرانو له لاسه رنګارنګ خبرې خپرې دي او خلک هم په دې شک کې دي چې دغه مشران نور څه غواړي، پيسي امکانات، چوکۍ، واک، زر او توره خو ټول له دوی سره دي، ملت ته هم څه کول په کار دي او که همداسې په تش نس ويده پرې ښوول شي، دغه نيمګړتياوې ټولې په سياسي مشرانو کې موجودې دي چې ملت ورسره داسې سرګردانه او بدحاله دی.

نور بیا...

د جهاد د اعلان په هکله د فقهاوو نظرونه

Dec 11, 2019 29

 زبیر افغان شریعت هغو اعمالو ته چې په کولو يې خلک امر کړي دي خپل چوکاټونه ټاکلي، مثلاً؛ لمونځ یو فردي عمل دی،

واسطه کول مو کادرونه وژني

Dec 10, 2019 29

  طاهر صاحب زاده په هېواد کې د تحصیلي بنسټونو د ایجاد یوازېنۍ موخه د ټولنې د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د علم په ګاڼه سمبال، پوهو او اکاډمیکو کسانو روزل دي چې د پوهنې وزارت او [...]

ناكامورا، د سړیتوب د دین استازی

Dec 09, 2019 29

جاپانی ډاکټر اروښاد له تېرو څو ورځو راهيسې د هر افغان په اهونو کې دی، خو ایا موږ د هغه د کردار او کړنو پر ټولو اړخونو فکر کړی دی؟ ایا هغه یوازې د پروژو ماهر منېجر او یو امانتدار [...]

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې