د چين چټک انټرنيټ
۵ قوس ۱۳۹۸ 271 0 نظر سرخط

د چين چټک انټرنيټ

د چين چټک انټرنيټ

له درېیم نسل یا 3G انټرنيټ وروسته د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د پنځم نسل انټرنېت د جوړولو هڅې چټکي روانې دي، خو په چین کې د دې ټکنالوژي د را منځ ‌ته کولو لپاره هلې ځلې ډېرې بې‌سارې دي.

د چین د صنعت او مالوماتي ټکنالوژي وزیر میاو وي وايي، تر دې دمه یې د پنځم نسل یا 5G انټرنيټ د عامېدو لپاره په موخه ۱۱۳٫۰۰۰ مرکزونه جوړ کړي دي.

هغه په بېجينګ کې د ۲۰۱۹ مېلادي کال د پنځم نسل انټرنيت اړوند ناسته کې وویل، په پام کې لري چې راتلونکې کال ته د پنځم نسل مرکزونو شمېر ۱۳۰٫۰۰۰ ته ورسوي.

هغه پنځم نسل ټکنالوژي د برېښنايي اقتصاد په وده کې ډېره مهمه بللې او زیاتوي دا ټکنالوژي په حقیقي اقتصاد کې خورا ګټور رول لري او په خبره یې تر دې مهاله ۸۷۰٫۰۰۰ پېرودوونکیو د دې انټرنيټ د کڅوړو پېرلو لپاره نوملیکنه کړې ده.

که څه هم د پنځم نسل انټرنيت تر دې مهاله دومره عام شوی نه ‌دی، خو د دې ټکنالوژي ځیرک موبایلونه مخکې له مخکې بازار ته راوتلي دي.

زياتي چارجر ته ډېره اړتيا نه‌شته

Dec 29, 2019 29

اوس په ځیرک موبایل کې د لېتیم ایون او لېتیم پلېمیر بېټرۍ کارول کېږي، خو دا ځل په ۲۰۲۰ کال چې پکې کوم بدلون را روان دی، د سکرین، کېمرې او انځور په  هکله نه، بلکې د ګرافین په نوم د [...]

بې‌پيلوټه الوتکه يو متر شوه

Dec 23, 2019 29

یوې ترکي کمپنۍ د سونګار په نوم یوه بې‌پیلوټه الوتکه جوړه کړې چې پر یو ټوپک او ۲۰۰ ګولیو سمبال ده.

د واټس‌اپ بڼه بدلېږي

Dec 18, 2019 29

د وټس‌اپ شبکې دننه یوه سرچینه وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې به زیات پخوانیو سافټویرونو کې د وټس‌اپ اسانتیا له منځه لاړه شي او کېدای شي چې د ډسمبر په ۳۱مه په موبایل کې غیرفعال شي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې