د ځیرک موبایل جاسوسې کېمرې
۴ قوس ۱۳۹۸ 323 0 نظر سرخط

د ځیرک موبایل جاسوسې کېمرې

د ځیرک موبایل جاسوسې کېمرې

له ډېرو کسانو سره ځیرک موبایلونه شته، هره ورځ یې ساعتونه ساعتونه کاروي، خو ډېر کم لږ یې له خطره خبر دي.

نن د دې موبایلونو د کېمرو د خطر په اړه مالومات درکوو چې تازه دا پټ راز په ګوته شوی دی او تر دې وروسته یې په کارولو کې له ډېر احتیاطه کار واخلئ.

د موبایل د امنیت ماهران خبرداری ورکوي چې د اينډراییډ اپريټينګ سيسټم تر کار لاندې کاریالونه یا اپليکېشنونه ځیرک موبایلونه کنټرولوي او ستاسې له خبرولو پرته مو د انځورونو او ویډیوګانو اخيستو تر څنګ کره موقعیت هم مالومولای شي.

دا کار هکران که له تاسې لرې هم وي  ډېر اسانه کولای شي او ستاسې جاسوسي کوي، د دې امکان هم شته چې کوم هکر ستاسې ذخیرې ته لاسرسی پیدا کړي او له هغه ځایه ستاسې ټول محرم شیان پيدا کړي.

د ځیرکو موبایلونو امنیتي ماهران زیاتوي، دوی له دې پټ رازه څو ورځې وړاندې پرده پورته کړه او په دې اړه یې پر یوټیوب یوه ویډیو هم شریکه کړې ده چې دا خطر پکې ښوول شوی دی.

خو د ګوګل پکسل او سامسونګ کمپنیو ویلي، له پخوا یې په دې اړه اندېښنې لرلې، خو اوس دا ستونزه حل شوې ده او د ځیرکو موبایلونو ټولې امنیتي مسالې یې په نظر کې نیولې دي.

زياتي چارجر ته ډېره اړتيا نه‌شته

Dec 29, 2019 29

اوس په ځیرک موبایل کې د لېتیم ایون او لېتیم پلېمیر بېټرۍ کارول کېږي، خو دا ځل په ۲۰۲۰ کال چې پکې کوم بدلون را روان دی، د سکرین، کېمرې او انځور په  هکله نه، بلکې د ګرافین په نوم د [...]

بې‌پيلوټه الوتکه يو متر شوه

Dec 23, 2019 29

یوې ترکي کمپنۍ د سونګار په نوم یوه بې‌پیلوټه الوتکه جوړه کړې چې پر یو ټوپک او ۲۰۰ ګولیو سمبال ده.

د واټس‌اپ بڼه بدلېږي

Dec 18, 2019 29

د وټس‌اپ شبکې دننه یوه سرچینه وايي چې په ۲۰۲۰ کال کې به زیات پخوانیو سافټویرونو کې د وټس‌اپ اسانتیا له منځه لاړه شي او کېدای شي چې د ډسمبر په ۳۱مه په موبایل کې غیرفعال شي.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې