رايې خوندي دي؛ افغان سرتېري ټاکنې تاوتريخوالي ته نه پرېږدي
۴ قوس ۱۳۹۸ 191 0 نظر سرخط

رايې خوندي دي؛ افغان سرتېري ټاکنې تاوتريخوالي ته نه پرېږدي

رايې خوندي دي؛

افغان سرتېري ټاکنې تاوتريخوالي ته نه پرېږدي

تېرو تجربو، د ولسمشري ټاکنو لانجمنولو، د نوماندانو له لوري د ټاکنو د پایلو نه منلو، د ټاکنو کمېسیون د چارو پر وړاندې خنډ جوړولو او د ځینو نوماندانو او د هغوی پلویانو ګواښونو ته په پام، ګڼ ‌شمېر هېوادوال وېره لري چې د ولسمشري روانې ټاکنې یو ځل بیا د تېرو هغو په څېر لانجمنې او هېواد د کړکېچ خوا ته لاړ نه‌شي.

د کابل یو اوسېدونکی حبیب‌الله حق‌پرست وايي، د ځان او هېواد راتلونکي سرنوشت ټاکلو په موخه په سختو شرایطو کې د رایې ورکولو مرکز ته لاړ او خپله رایه یې وکاروله، خو په وینا یې، یو شمېر نوماندان د خلکو پر ارادې ملنډې وهي او د هغوی د رایو پایلې ته غاړه نه ږدي.

حق‌پرست وېره لري، هسې نه چې ټاکنې لانجمنې شي، په هېواد کې کړکېچ جوړ شي او له کبله یې عامو خلکو او وطن ته زیان ورسېږي.

اوس د ولسمشري یوه نوماند عبدالله عبدالله پلویانو په اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر مخه نیولې او ځینو مخکښو پلویانو یې د ټاکنو لانجمنولو او تاوتریخوالي را منځ ته کولو په اړه هم خبرداری ورکړی دی.

د دې تر څنګ د ولسمشري یو بل نوماند ګلبدین حکمتیار او رحمت‌الله نبیل هم د عبدالله خوا نیولې، د رایو بیا شمېرنې بهیر یې تحریم کړی او هڅه کوي چې د دې پروسې مخه ونیسي او د ټاکنو پروسه د کړکېچ خوا ته بوځي.

خو افغان ځواکونه خلکو ته ډاډ ورکوي چې هيچا او هيڅ ډلې ته به د ټاکنو ملي پروسې د لانجمنولو او له کبله یې په هېواد کې کړکېچ راوستو ته اجازه ور نه کړي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد پرون د «سولې او امنیت» په نوم یوې جوړې شوې غونډه ته وویل، هيچا ته به اجازه ور نه کړي چې ټاکنې د کړکېچ لوري ته بوځي او په هېواد کې د تاوتریخوالي لپاره هڅه وکړي.

د خالد په وینا، امنیتي ځواکونه به په ټاکنو کې خپله بې‌طرفي وساتي، خو په وینا یې، اوس افغان ځواکونه د دوښمن د توطیو تر څنګ، د هر ډول کورنۍ بلوا جوړولو او تاوتریخوالي د مخنیوي وړتیا لري.

اسدالله خالد وايي، که څه هم باور لري چې افغان سیاستوال به خپل درایت سره په هېواد کې د کړکېچ را منځ ته کېدو مخه ونیسي، خو په وینا یې، که کوم لوری یا ډله هڅه وکړي چې په ولسمشري ټاکنو کې په هره پلمه هېواد کړکېچ ته سیخ کړي، افغان ځواکونه به په وطن کې د بې‌نظمي او خلکو ته د سرخوږي جوړولو د مخنیوي لپاره د هغوی پر وړاندې ودرېږي.

په همدې حال کې د پوهنتون استاد او د سیاسي چارو شنونکی عبیدالله وردګ وايي، امنیتي او دفاعي ادارې اوس د مشخصو ډلو او پخوانیو توپکیانو په لاس کې نه‌ دي او د تېر په پرتله پکې د پام وړ اصلاحات راغلي دي.

د هغه په باور، افغان ځواکونه چې له شاوخوا شل ترهګرو ډلو سره جنګېږي، په کور دننه د کوچنیو کړکېچونو د مخنیوي وړتیا هم لري. هغه ډاډه دی چې د ټاکنو ملي پروسه به د کړکېچ او تاوتریخوالي خوا ته نه ځي، خو په وینا یې، که ځینې کسان او ډلې یې لپاره هڅه وکړي، افغان ځواکونه یې باید پر وړاندې ودرېږي او اجازه ور نه کړي چې افغانان یو ځل بیا تېرې تجربې وویني.

وردګ د ولسمشري په نوماندانو هم غږ کوي چې قانون، د خلکو ارادې او د ټاکنیزو کمېسیونونو پرېکړو ته غاړه کېږدي او خپلو موخو او ګټو ته د رسېدو لپاره دې د ټاکنو ملي پروسه نه زیانمنوي او نه دې هم پر ولسواکي د خلکو باور ته زیان اړوي.

دا په داسې حال کې ده چې د عبدالله عبدالله په ګډون د ولسمشري نوماندان ګلبدین حکمتیار او رحمت‌الله نبیل د ټاکنو پروسې لانجمنولو او په هېواد کې د کړکېچ را منځ ته کېدو په اړه خبرداری ورکړی او د راپورونو له مخې، ځینې یې عملاً د دغه کار لپاره چمتووالی نیسي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې وه چې د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایله د تلې میاشتې په ۲۷مه او وروستۍ هغه یې هم د لړم په ۱۶مه اعلان شي، خو کمېسیون تر اوسه نه‌ دی توانېدلی چې د نږدې دوو میاشتو په تېرېدو سره د ټاکنو لومړنۍ پایله اعلان کړي.

 

کابل ته بل ناورين؛ د دې ښار انسانانو ته به هوا ساه ور بنده کړي

Dec 09, 2019 29

سره له دې چې هر کال د ژمي په را رسېدو او د هوا په سړېدو د کابل ښار هوا سخته ککړېږي چې له امله یې ګڼ‌ هېوادوال پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي او ډېر یې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي، خو [...]

ټکر نوماندان؛ افغانان د ټاکنو پایلې، ناکامان لنډمهالی حکومت غواړي

Dec 07, 2019 29

له دوو میاشتو ډېره موده ووته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشري ټاکنې کړې دي، خو لا یې هم لومړنۍ پایله نه ‌ده اعلان کړې.

غبرګون؛ دوښمن هغه څوک په نښه کوي، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره کار کوي

Dec 04, 2019 29

 نن سهار د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پي. اېم. اېس په نوم د جاپانۍ خیریه مؤسسې پر رئیس ډاکتر ناکامورا نامعلومو وسله‌والو برید وکړ، چې د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې