د اور په لمبو کې پراته افغانان؛ که جنګ بس نه‌شي ډېرې مېندې به وژړېږي
۲ قوس ۱۳۹۸ 154 0 نظر سرخط

د اور په لمبو کې پراته افغانان؛ که جنګ بس نه‌شي ډېرې مېندې به وژړېږي

 د اور په لمبو کې پراته افغانان؛

که جنګ بس نه‌شي ډېرې مېندې به وژړېږي

په هېواد کې روانه جګړه نه یوازې هره ورځ له افغانانو قرباني اخلي، بلکې په بېلابېلو برخو کې یې د خلکو او وطن د پرمختګ مخه نیولې ده.

روانې جګړې له تېرې شاوخوا یوې نیمې لسیزې راهیسې په بېلابېلو نومونو په لکونو افغانان ګور ته ټیټ کړل، د هغوی کورنۍ یې د غم پر ټغر کېنولې، بچیان خوار کړل، میندې یې بورې او مېرمنې یې کونډې کړلې.

دغې خونړۍ جګړې په همدې یوه نیمه لسیزه کې پر افغانانو اور بل کړی، هره ورځ چاودنې، بریدونه، ترورونه او ګڼې نورې بدمرغۍ ویني، خو موخې یې پکې د نورو پالل کېږي او ګټې یې هم پردیو ته رسېږي.

که څه هم د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرو اترو له پیل سره هممهاله د دې خونړۍ جګړې پای او سولې ته د رسېدو لپاره د خلکو هیلې را ټوکولې وې او تمه کېده چې دا پروسه به همداسې پر مخ لاړه شي او په وطن کې د افغانانو د سوکالي او ارامي خوب به رښتیا شي، خو داسې و نه شول او له شاوخوا لس میاشتو مخامخ خبرو اترو وروسته دا پروسه لغوه شوه.

د ولسمشري ټاکنو تر کېدو او د سولې لپاره د افغان حکومت د طرحې له اعلان، چمتووالي، ځینو پرېکړو او هڅو ته په پام یو ځل بیا په هېواد کې د روانې جګړې د پای لپاره د افغانانو هیلې را ژوندۍ شوې او غواړي چې نور یې په وطن کې امن راشي او افغانان هم د نورې نړۍ د خلکو په څېر په ارامي یو د بل تر څنګ ژوند وکړي.

حکومت له ولسمشري ټاکنو وروسته لومړی له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلولو لپاره یوه طرحه وړاندې کړه چې د هېواد، سیمې او نړۍ په کچه موضوعات او دغه راز یومیاشتنی اوربند پکې شامل و.

ورپسې یې سولې ته د ښه نیت ښوولو، له طالبانو سره د سولې مخامخ خبرو پیل او د افغان ـ امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو په بدل کې د انس حقاني په ګډون ۳ مهم طالب بندیان خوشې کړل چې د حکومت دا کار په نړیواله کچه او ان په کور دننه له تود هرکلي سره مخ شو. د یادونې ده چې په هېواد کې یې له کبله پر حکومت توندې نیوکې هم وشوې، خو بیا یې هم دا کار وکړ.

تازه ولسمشر غني او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټلیفوني خبرې سره کړي او پر افغان جګړې، د امنیتي ځواکونو پر روزنې او لاسته‌راوړنو او دغه راز د سولې خبرو اترو د پیل لپاره یې پر اوږدمهاله اوربند ټینګار کړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، ولسمشر غني او ټرمپ وړمه ورځ شاوخوا ۲۰ دقیقې ټلیفوني خبرې کړې او دواړو لوریو ټینګار کړی چې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپاره باید کار وشي او تر څنګ یې د افغان سولې په پروسه کې باید حکومت او خلک دخیل شي او پر مهال یې باید اوربند هم وشي.

د سیاسي چارو شنونکی محمدالله تړون وايي، د سولې لپاره د افغان حکومت او امریکا ګډ دریځ، نظر او ځینې اقدامات سولې ته د رسېدو لپاره هیله‌بښونکي دي او که دواړه لوري همداسې په ګډه پر مخ لاړ شي، ښې پایلې لرلای شي.

د هغه په وینا، تېرو تجربو ته په کتو، که امریکا وغواړي نه یوازې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضرولای شي، بلکې په هېواد کې روانه جګړه هم ختمولای او د سولې پروسه تر بریالۍ کولای شي.

تړون زیاتوي، اوس چې افغان حکومت، خلک او نړیواله ټولنه، په تېره امریکا په هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره نږدې په یوه خوله دي؛ نو طالبان هم ورته دریځ غوره کړي او له هر څه مخکې د تاوتریخوالي کمولو لپاره له حکومت سره اوربند ته غاړه کېږدي او بیا د سولې مخامخ خبرې اترې پیل کړي.

بل خوا مدني فعال نوید احمد امید هم د افغانستان د قضیې د حل لپاره د افغان حکومت او امریکا ګډ او واحد دریځ سولې ته د رسېدو په برخه کې یو مثبت ګام بولي او پر طالبانو غږ کوي چې نور د پردیو موخو او ګټو پاللو پر ځای، د افغانانو غوښتنو او ګټو ته لومړیتوب ورکړي او روانه پیل کړې جګړه چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي او ګټې یې نورو ته رسېږي، پای ته ورسوي.

دی د سولې لپاره وروستي اقدامات، ګډ دریځونه او را منځ ته شوی فرصت د سولې پروسې د بریا لپاره یو ښه چانس بولي او وايي، طالبان باید د تېر په څېر دا چانس له لاسه ور نه کړي، که‌ نه په هېواد کې د جګړې د اوږدېدو، مرګ‌ژوبلې او ورانیو مسوولیت به د همدوی پر غاړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې په چین کې بین ‌الافغاني غونډه جوړه شي او ور پسې د افغان سولې پروسې په اړه د بېلابېلو لوریو هڅې چټکې شي.

کابل ته بل ناورين؛ د دې ښار انسانانو ته به هوا ساه ور بنده کړي

Dec 09, 2019 29

سره له دې چې هر کال د ژمي په را رسېدو او د هوا په سړېدو د کابل ښار هوا سخته ککړېږي چې له امله یې ګڼ‌ هېوادوال پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي او ډېر یې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي، خو [...]

ټکر نوماندان؛ افغانان د ټاکنو پایلې، ناکامان لنډمهالی حکومت غواړي

Dec 07, 2019 29

له دوو میاشتو ډېره موده ووته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشري ټاکنې کړې دي، خو لا یې هم لومړنۍ پایله نه ‌ده اعلان کړې.

غبرګون؛ دوښمن هغه څوک په نښه کوي، چې د افغانستان د پرمختګ لپاره کار کوي

Dec 04, 2019 29

 نن سهار د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د پي. اېم. اېس په نوم د جاپانۍ خیریه مؤسسې پر رئیس ډاکتر ناکامورا نامعلومو وسله‌والو برید وکړ، چې د سختو ټپونو له امله یې ساه ورکړه.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې