که نارامه ياست دغه قبر ته ور کښته شئ
۲۶ عقرب ۱۳۹۸ 108 0 نظر سرخط

که نارامه ياست دغه قبر ته ور کښته شئ

که نارامه ياست دغه قبر ته ور کښته شئ

 په قبر کې ناسته د هر چا د وس کار هم نه دی چې غټ زړه و نه لري، خو په نیدرلينډ کې يې د یوه پوهنتون د محصلانو لپاره قبر جوړ کړی دی.

له پېړیو راهیسي په مشرق کې ځینو مذهبي خلکو د خپل فکر د پاکوالي لپاره په قبرونو کې د ناستې دود لاره، خو اوس په مغرب کې دې چارې هم چټکه وده کړې ده.

د نیدرلينډ په یوه ښار کې د راډباوډ پوهنتون مسوولانو د زده‌کړيالانو لپاره یو قبر کندلی دی او محصلان پکې د څو ساعتونو فکر کولو په خاطر کېني او ذهن اراموي.

د دې پوهنتون مسوولان نورو زده‌کوونکیو ته بلنه ورکوي چې هره ورځ په قبر کې درې ساعته تېر کړي او دوی په دې اند دي چې په قبر کې ناسته انسان له دنیا جلا کوي او مغز اراموي.

رنویر سنګهـ ؛ ما ووژنه!

Dec 11, 2019 29

دیپیکا په خپل انسټاګرام پاڼه کې ۴۱ میلیونه فالورز لري

د يو لک ۲۰ زره ډالرو کېله

Dec 11, 2019 29

د میامي په یوه ګالري کې دغه کیله په یو لک او شل زره ډالره وپلورل شوه چې څه کم سل لکه افغانۍ کېږي. بله يې لا دا چې له دې وروسته یوه بله کېله هم په همدې بیه وپلورل شوه.

 دیپکا به په هاليووډ کې ولوبېږي؟

Dec 09, 2019 29

د بالیووډ مشهورې ستورې دیپکا پاډوکون په اړه له څو ورځو راهیسې دا خبره کېږي چې ګواکې هغې هالیووډ ته د تلو تابیا نيولې.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې