
د ټویټر مينهوالو ته
د ټویټر مينهوالو ته
کېدای شي د ټویټر په نوم اورېدلو مو ذهن ته دا خبره مستقیماً راشي چې تر ډېره د نړۍ مشهور کسان، سیاستوال، لوبغاړي او سندرغاړي خپلې خبرې پکې نشروي.
خو اوس ټویټر خپلو کاروونکیو ته نوی اپشن اضافه کړی دی چې په مرسته یې کاروونکي کولای شي چې خپل د خوښې ځانګړي وڅاري.
په دې اپشن کې داسې نوښت راغلی چې د ټویټر ټویټونه په ځینو ځانګړيو برخو تقسیم شوي دي او د هرې برخې مینهوال کولای شي خپله برخه وڅاري.
همدا راز ټویټر په امریکا کې ټویټونه په ۳۰۰ برخو وېشلي چې په دې کې د سپورټ، ساینس، ټکنالوژي او اقتصاد تر څنګ د ټولو برخو تازه خبرونه او اړوند موضوعات شامل دي.
دا اپشن اوس یوازې په امریکا کې کار کوي، خو د ټویټر مسوولان وايي، په راتلونکيو څو میاشتو کې به ټولې نړۍ ته هم دا اسانتیا برابره شي.
0 نظرونه