بدبخته پېلوټه
۲۵ عقرب ۱۳۹۸ 360 0 نظر سرخط

بدبخته پېلوټه

بدبخته پېلوټه

د انځورونو اخيستو شوقیان ځینې وخت د انځور اخيستلو ځای، وخت او خلکو ته فکر نه‌ کوي چې مناسب دی او که نه، په چین کې هم یوې پیلوټې ته د انځور اخيستل سم غم وګرځېد.

د چینايي رسنیو د مالوماتو له مخې، د چین په کاک پټ کې یوې پیلوټې د الوتنې پر مهال د الوتکې مسافر ته اجازه ورکړې چې له کابینه انځور واخلي چې دا کار د پیلوټې د دندې له لاسه ورکولو سبب شو.

د ايیر ګويیلن په نوم د چین هوايي شرکت ویلي، دې پیلوټې کابین ته د مسافر اجازې ورکولو او انځور اخيستلو سره د نورو مسافرو ژوند په خطر کې واچاوه؛ نو ځکه یې ورته د پیلوټې لاسينس کنسل کړی دی او د ټول عمر لپاره یې پرې بندیز ولګاوه.

دا انځور په ټولنیزو رسنیو کې په تېزې خپور شو، خو تر دې مهاله د پیلوټې نوم او نورو مشخصاتو په اړه ډېر مالومات نه‌ دې ورکړل شوي، خو چینايي رسنۍ وايي، دې پیلوټې ته یې د فضايي قانون د سرغړونې په خاطر دا ډول سزا ورکړې ده.

را روانه يکشنبه به قيامت وي؟ د مايا تمدن جنتري يو ځل بيا لانجمن بحثونه تاوده کړي

Jun 16, 2020 29

سره له دې چې له يوې خوا نړۍ له کرونا، ملخانو، زلزلو او نورو طبيعي افتونو سره پنجې نرموي، د مايا په نامه د لرغوني تمدن جنتري يو ځل بيا د بحثونو محور شوې چې وايي د سږ کال د جون يو [...]

د پاکستان پوليسو خره د قمار وهلو په تور نيولي

Jun 09, 2020 29

د پاکستان د پنجاب ايالت په رحيم‌يار خان ولسوالي کې پوليسو د خرو د ځغاستې پر يوه مسابقه چاپه وهلې او څو خره يې د قمار وهلو په تور نيولي دي.

هنديانو د کرونا عبادت پيل کړ

Jun 08, 2020 29

په داسې حال کې چې تقريبا پر درسته نړۍ کرونا وايرس خوله لګولې او د ټولې نړۍ طبيبان د دغه وايرس پر ضد پر درملو جوړولو اخته دي، هنديانو د کرونا وايرس عبادت پيل کړ.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې