۲۲ عقرب ۱۳۹۸ 116 0 نظر سرخط

"سرې کرښې" ماتې شوې؛ افغان حکومت سولې ته درې طالبان ور خوشې کړل

"سرې کرښې" ماتې شوې؛

افغان حکومت سولې ته درې طالبان ور خوشې کړل

 

د سولې لپاره اراده لرل، د تاوتریخوالي کموالی، انعطاف منل، مخامخ خبرو ته حاضرېدل، د بندیانو خوشې کول یا تبادله او ژمنتیا د جګړې د پای او د سولې تامین لپاره هغه موارد دي چې ورته د رسېدو لپاره یې باید ښکېلې خواوې په پام کې ونیسي، عملي یې کړي او قرباني ورکړي.

ولسمشر محمداشرف غني پرون د ټلوېزیون له لارې ملت ته په خپله وینا کې د طالبانو د هغو دريو مهمو غړیو د خوشې کولو خبر ورکړ چې تر دې مخکې به د ده په ګډون، د حکومت لوړپوړیو چارواکیو یې د خوشې کولو پر وړاندې سخت دریځ غوره کاوه، پر هغوی یې د قانون د تطبیق خبره کوله او ان دغه کسان، په تېره بیا د حقاني شبکې غړي چې په سترو چاودنو او ترهګریزو پېښو کې نوم لري، د بنسټ ايښودونکي جلال الدين حقاني زوی انس حقاني د خوشې کولو موضوع د حکومت سره کرښه بلله.

ولسمشر وویل، «نن مو د یوې داسې سختې، خو ضروري پرېکړې په اړه خبروم چې په اړه یې تصمیم نیول راته سخت و، خو په هېواد کې د سولې راتګ او له طالبانو سره مخامخ خبرو ته د لار هوارولو، سولې ته د ښه نیت ښوولو او د افغان ـ امریکايي پوهنتون د هغو دوو استادانو د خوشې کولو په بدل کې مې چې له طالبانو سره بندیان دي، دا سخته پرېکړه وکړه.»

نوموړي وویل، «په هېواد کې سولې او ثبات ته رسېدل دې ته اړتیا لري چې موږ یې تریخ قيمت پرې کړو، خو په وینا یې، دا بیه به د جمهوریت اصل، د وګړیو او ښځو حقونه او زموږ لاسته‌راوړنې نه وي او هيڅ ډول جوړجاړی او تفاهم به دا ارزښتونه قرباني نه کړي.»

ولسمشر ډاډ ورکړ چې د حاجي مالي خان، عبدالرشید عمري او انس حقاني خوشې کول به د دوښمن د لیکو پیاوړي کولو په مانا نه وي، بلکې په وینا یې، په دې اړه له نړیوالو همکارانو، په تېره امریکا سره دې هوکړې ته رسېدلی چې په مشروط ډول د هغوی خوشې کول به د سولې مخامخ بین الافغاني خبرو اترو ته لار هواره کړي او دغه راز به دې پروسې ته زموږ د ښه نیت، ژمنتیا او قوت ښکارندويي وکړي.

په همدې حال کې یوې حکومتي سرچینې سرخط ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبانو دغه درې مهم بندیان به په مشروط ډول د امریکا د استخباراتو تر څار لاندې یوه درېیم ګړي هېواد ته چې قطر دی، سپارل کېږي. د سرچینې په وینا، که طالبان له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شول، ښايي دغه بندیان د سي‌ای‌اې له څاره ازاد شي، خو په وینا یې، که طالبان دا کار و نه کړي، هغوی به تر پایه تر څار لاندې وي.

سرچینه زیاتوي، انس حقاني د حقاني شبکې تر مشر وروسته چې د هغه کاکا دی، دویم مهم کس دی چې د طالبانو او دغې شبکې لپاره یې مالي امکانات برابرول. دی په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي په نوملړ کې شامل دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د لیدنې پر مهال له هغه غوښتي وو چې د افغان ـ امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په خوشې کولو کې خپل رول ولوبي او عمران خان هم ډاډ ورکړی و چې «په دې اړه به ښه خبرونه واورو.»

بل خوا یو شمېر سیاسي شنونکي په افغانستان کې د روانې خونړۍ جګړې د پای ته رسېدو او د سولې راتلو لپاره د حکومت دا کار په مشروط ډول ستايي او وايي، که طالبان په دې ډول له حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شول، دا به د سولې په پروسه کې د حکومت یو ښه اقدام وي، خو په وینا یې، که طالبان بیا هم پر خپل دریځ ودرېږي او د سولې مېز ته حاضر نه‌شي، هغه مهال به د حکومت پرېکړه هم له پوښتنې سره مخ شي او ښايي د کمزوري ښوولو لامل یې شي.

د سیاسي چارو شنونکی محمدالله تړون وايي، حکومت د سولې لپاره لومړی طالبانو ته بې‌ساري بې‌قید او شرطه وړاندیزونه وکړل، د هغوی ګڼ‌شمېر بندیان یې خوشې کړل او اوس یې هم هغه درې مهم غړي هم ورخوشې کړي او په دې برخه کې یې خپله سره کرښه ماته کړه.

د ښاغلي تړون په وینا، اوس د طالبانو وار دی چې سولې ته څومره ژمن دي او ایا کولای شي د افغان حکومت، نړیوالې ټولنې او عامو افغانانو د اوربند او سولې وړاندیز ومني، په وطن کې د وینې تویولو لړۍ بنده او اوربند وکړي او ورسره هممهاله له حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته حاضر شي؟

هغه زیاتوي، په هېواد کې د روانې جګړې پای ته رسولو لپاره چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي او موخې او ګټې پکې د پردیو پالل کېږي، پیاوړې ارادې، انعطاف منلو، نرمښت او قربانۍ ته اړتیا لري چې ښکېل لوري باید دا کار وکړي او څومره ژر چې کېدای شي د خبرو اترو له لارې دا خونړۍ لړۍ پای ته ورسوي.

حکومت داسې مهال درې مهم طالب بندیان خوشې کوي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد څه موده مخکې په همدې اړه د بحث لپاره کابل ته راغلی و او دلته یې د ولسمشر په ګډون له یو شمېر افغان چارواکیو سره خبرې کړې وې.

د سولې تبليغات؛ امريکا او طالبان يو د بل پر ورخونو اوبه ور سموي

Dec 14, 2019 29

امریکا د ليندۍ میاشتې په شپاړلسمه یو ځل بیا له طالبانو سره د سولې درېدلي مذاکرات د قطر په پلازمېنې دوحه کې پیل او له شپږو ورځو مخامخ خبرو اترو وروسته وړمه ورځ پای ته ورسېدل.

کابل ته بل ناورين؛ د دې ښار انسانانو ته به هوا ساه ور بنده کړي

Dec 09, 2019 29

سره له دې چې هر کال د ژمي په را رسېدو او د هوا په سړېدو د کابل ښار هوا سخته ککړېږي چې له امله یې ګڼ‌ هېوادوال پر بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي او ډېر یې خپل ژوند هم له لاسه ورکوي، خو [...]

ټکر نوماندان؛ افغانان د ټاکنو پایلې، ناکامان لنډمهالی حکومت غواړي

Dec 07, 2019 29

له دوو میاشتو ډېره موده ووته چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشري ټاکنې کړې دي، خو لا یې هم لومړنۍ پایله نه ‌ده اعلان کړې.

ستاسې نظر

لټون

موږ په فېسبوک کې